د کندهار د ۱۳ حوزې امر ووژل شو

د عکس سرچینه، bb

د کندهار ښار د دیارلسمې امنیتې حوزې آمر لومړی څارن عبدالهادي (فراهي) تېره شپه په یوه غلچکې برید کې ووژل شو.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، په دغه پېښه کې د فراهي ترڅنګ د هغه یو بل ساتونکی هم وژل شوی او دوه تنه پولیس ټپیان دي.

ښاغلی درانی وایي، پیښه تیره شپه په سیمه کې د پولیسو د ګزمې پر مهال شوې ده .

د راپورونو له مخې برید کونکی پلي وو، چې تر پیښې وروسته د بازار له ګڼه ګوڼې په ګټه اخیستنې په تېښته بریالی شوی دی.

بل پلو د کندهار په ګاونډ د هلمند ولایت په بولان سیمه کې تیره شپه د ځانمرګي برید له امله پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملا خیل وایي، برید کوونکی لومړی د پولیسو له خوا په نښه شوي او وروسته چاودنه رامنځته شوې ده.

که څه هم چارواکي یوازې د پنځو تنو پولیسو د ټپي کیدو خبره کوي، خو ځینې راپورونه وايي، دغې پېښې کې ۵ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

وسله وال طالبانو در برید پړه منلې او ادعا کوي، چې دغه برید کې یې ۱۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

بل خوا په افغانستان کې د نا امنیو په تړاو رپوټونو کې راغلي چې ناپیژاندو وسله والو د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د یوه جومات امام په ډزو ویشتلی او وژل شوی دی.

دغه پښه د المار ولسوالۍ په لېرې پرتې سیمه کې شوې ده.

د المار ولسوال محمد صالح صالح بي بي سي ته وويل ، لومړنۍ څیړنې ښيي چې دغه روحاني مشر طالبانو ویشتلی دی.

مګر وسله والو طالبانو په دې اړه لاڅه نه دي ویلي.