کندهار کې د کونسلګرۍ کارکوونکي په نيولو د پاکستان احتجاج

پاکستاني چارواکو په کندهار کې د خپلې کونسلګرۍ يو کارکوونکي نيولو پر سر اسلام اباد کې افغان سفير ورغوښتی او احتجاجی ليک يې ورسپارلی دی.
په راپورونو کې ويل شوي چې افغان چارواکو کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ کارکوونکی په زور نيولی و، چې بيا کابل کې د پاکستاني سفارت او هم يې د هېواد بهرنيو چارو وزارت په هڅو خوشي شوی، او خپل سفارت ته يې ورسپارل شوی دی.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت له لوري يوه خپره شوې اعلاميه کې د دغه کارکوونکي نوم نه دی ياد شوی، خو ويل شوي چې اسلام اباد کې يې افغان سفير د پنجشنبې پر ورځ ورغوښتی و.
په اعلاميه کې ويل شوي چې افغان سفير ته د دې پېښې پر سر پر احتجاج سربېره په پکتيکا کې له ډېورېنډ کرښې سره نژدې انګوره اډه کې د ډزو او نښتې پر پېښې هم اندېښنه څرګنده شوې ده.
د ډزو دې پېښه كې دوه پاکستاني امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
د انګورو اډې دې پېښې په تړاو د پنجشنبې پر ورځ (د جولای پر دوهمه) په <link type="page"><caption> کابل کې افغان بهرنيو چارو وزارت</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/07/150702_ma_mofa_pakistan_embassador" platform="highweb"/></link> هم د پاکستان سفير سيد ابرار حسين ورغوښتی و.
د افغان بهرينو چارو وزارت رسنيو ته په استول شوې يوه خبر پاڼه کې ويلي وو "د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغانستان پوله ساتو ځواکونو بريد کې يو افغان سر تېری وژل شوی دی".
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې بيا زياته شوې "د دواړو وروڼه هېوادونه نژدې اړيکې لري، او اوس لا ښې شوې دي. دغو اړيکو ته په کتو بايد داسې پېښې ونه شي."
اعلاميه کې ويل شوي چې افغان سفير باور ښوولی چې د اسلام اباد اندېښنې به کابل کې افغان چارواکو ته رسوي.








