کندهار چاودنه کې دری کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، bb
د کندهار ځايي چارواکي وايي د دې ښار په لومړۍ ناحيه کې د پوليسو له پوستې سره نژدې چاودنه شوې چې له کبله يې دری کسان وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو وياند ضيا درانی وايي د پوليسو د يوې پوستې سره نژدې په يوه موټر سايکل چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې له کبله يې چادونه رامنځ ته شوه.
د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک د بي بي سي خبريال مامون دراني ته ويلي، د چاودنې له کبله دری کسان وژل شوي چې يوه يې مېرمن او دوه پوليس دي.
دی وايي د پېښې له کبله ۱۳ کسان ټپيان شوي، چې زياتره یې ولسي وګړي دي.
په کندهارکې د بي بي سي خبريال ته د روغتون چارواکو ويلي تراوسه د دريو کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه پېښه د کندهار ښار کې رامنځ ته شوې او داسې ښکاري چې د بريد هدف د پوليسو پوسته وه.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.




