کندهار کې د چاودنې له کبله دری ماشومان وژل شوي او ۶ ټپيان دي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳ ماشومان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي، چاودنه د ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په یوه دوکان کې د هغو چاودیدونکو توکو له امله شوې چې په یوه بالښت کي ځای پرځای شوي وو.
د ښاغلي دراني په وينا وژل شوي او ټپيان ټول د يوې ديني مدرسې زده کوونکي دي.
بل خوا د کندهار په میوند ، غورک او د ارزوګان ولایت په خاص ارزوګان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتو او عملیاتو کې څه د باندې ۲۰ وسلوال وژل شوي او دوه پولیس هم ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د دغو پیښو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.




