کندوز کې تښتول شوی جرمنی خوشی شوی

د عکس سرچینه، f

د افغانستان کندوز ولایت کې هغه جرمنی وګړی خوشی شوی، چې نژدې یوه میاشت وړاندې تښتول شوی و.

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني بي بي سي ته وویل: "د سټيفن په نوم دغه جرمنی یوه میاشت وړاندې د کندوز- بغلان پر لار هغه مهال ناپېژاندو وسله والو تښتولی و، چې په یوه شخصي موټر کې کابل ته روان وو".

حسیني وايي، نوموړی د جمعې په ګهیځ د ملي امنیت او پولیسو د هڅو په پایله کې د کندوز چاردرې ولسوالۍ کې ددوی ګوتو ته ورغی.

دی وايي، ددې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو پلټنې یې روانې دي.

د کندوز پولیس وايي، تر اوسه مشخصه نه ده، چې دغه جرمنی چا تښتولی و، خو وايي سټیفن کندوز کې د (جي آی زي) جرمنۍ مؤسسې کارکوونکی و.

په ۲۰۱۱ کال کې دوه جرمني سړي د کابل په شمال کې سالنګ پاس ته څېرمه <link type="page"><caption> تښتول شوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2011/08/110828_hh-german-kidnapped" platform="highweb"/></link> وو، چې غوښتل یې د هندوکش غرونو سرونو ته وخېژي.

په همدغه کال د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې یو جرمنی سیلانی او د هغه افغان لارښود د ناپېژاندو وسله والو په ډزو <link type="page"><caption> وژل شوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2011/09/110925_hh-german-tourist-killed" platform="highweb"/></link> و او دوه کسه نور ټپیان شوي وو.

جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۵۴۰۰ پوځيان لرل، چې ډېری یې د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې مېشت وو.

د ۲۰۰۷ په جولای کې هم دوه جرمني انجنیران تښتول شوي وو، یو یې وژل شوی و او بل یې تر ۸۵ ورځو بند وروسته خوشی شو.