غني: د ملاعمر په نه شتون کې چا افغانان"ورور او مسلمان وژني ته سوق کړي دي"

د عکس سرچینه، arg
افغان ولسمشر محمداشرف غني دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ملي شورا له ځینو غړو سره په کتنې کې وویل چې د ملامحمد عمر د مړینې په اړه افغانانو ته دروغ ویل شوي او له نامعلومې پتې په استفادې "د افغانستان دښمنانو خلک وینې تویولو ته هڅولي دي".
ولسمشرغني د دې مسالې تر څنګ چې اوس"ملا محمد عمر د مړینې خبر تائید شوی دی" له دیني عالمانو وغوښتل چې واقعیتونه روښانه کړي او خلکو ته ووايي چې د ده په وینا د افغانستان دښمنانو " له کومې پتې څخه د افغانستان خلک ورور وژنې او مسلمان وژني ته سوق کړي دي".

د عکس سرچینه، arg
دا په داسې حال کې ده چې نن ولسمشرغني د هغو ټپیانو لیدو ته ورغلی ؤ چې د شاه شهید په سیمه کې په هغې لويې چاودنې کې ټپیان شوي ول چې ۱۵ کسان یې ووژل او څه باندې ۲۴۰ کسان يې ټپیان کړل.
ولسمشرغني په دغې کتنې کې د افغانستان د اوسنیو حالاتو له په پام کې نیولو سره د سیاسي او اسلامي اجماع پر لرلو ټینګار وکړ چې دیني عالمان، قومي مشران او د ټولنې مخور کسان پکې برخه ولري.
ښاغلي غني د سولې د ټینګښت لپاره د جوماتونو د منبرونو او ښوونځیو پر اغېزمنتوب ټینګار وکړ او پر دیني عالمانو يې غږ وکړ چې سره راټول شي او د افغانستان "راتلونکی لوری وټاکي".

د عکس سرچینه، arg
ولسمشر غني نه یوازې افغانستان چې په ټولې اسلامي نړۍ کې يې تاوتریخوالي ته اشاره وکړه او د آوارې د لارې غوښتونکی شو.
په دې وروستیو کې چې د ملامحمد عمر د مړينې د پټ ساتلو مساله راپورته شوه او د طالبانو د مشر په توګه ملااخترمحمد منصور وټاکل شو، ډېرو طالب مشرانو د اخترمحمد منصور پر ټاکلو ناخوښي څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، arg
څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سیدطیب آغا د مخالفتونو د څرګندولو تر څنګ خپله استعفا وړاندې کړله. د طالبانو نوي مشر د طیب آغا له استعفا دوه ورځې وروسته د دغه دفتر مشرۍ ته شیرمحمد عباس ستانکزی معرفي کړ.
سره له دې چې د سولې راوستو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پر خبرو اترو ځینو طالب مشرانو خوشبیني ښودلې خو دا د طالبانو د نوي مشر د کړنلارې څرګندوی نه دی.








