سیاف: طالبان باید د ملاعمر له مرګ نه پند واخلي

پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف له طالبانو وغوښتل، چې د ملا عمر له مرګ نه عبرت واخلي او د افغانستان له دولت سره یوځای شي.
نوموړی ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د جکړې د پای ته رسیدو لپاره دې د سولې خبرې له ټولو مخالفو ډلو سره وشي
ښاغلي سیاف په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وینا، کې د طالبانو تحریک د پردیو لاسپوڅي وباله او دغه ډله یې د افغانستان د نابودۍ یوه وسېله وبلله.
ښاغلي سیاف د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینې ته په اشارې وویل، چې دغه ډله دې د افغانستان په راتلونکي کې سیاسي بهیر کې شامله شي.
سیاف وویل:"د دې میز له شا پر هغوی غږ کوم چې دا ستاسې لپاره یو ښه فرصت دی، یو طلايي چانس دی. د دې پرځای چې همدغه لاره مو روانه وساتئ او بې ځایه ټینګار وکړئ، راشئ له خپل ملت سره مو کېنئ. د هېواد د راتلونکې په اړه مو یو ځای فکر وکړئ".
نوموړي په خبرو کې وویل:"امیر المومنین یعنی پر مومنانو حاکمیت، هغو کسانو چې امیرالمومنین جوړ کړ ولې یې د خپل هېواد چارې ورته ونه سپارلې، امیر المومنین خو یوازې د افغانستان لپاره نه دی".
پاکستان د ځینو افغان چاروکو او سیاسي شخصیتونو لخوا د طالبانو د تحریک د رامنځته کولو او له دې ډلې په ملاتړ تورن شوی.
ښاغلي سیاف خپلو خبرو کې زیاته کړه:"هغې لارې ته دوام مه ورکوئ چې بنسټ یې کوږ کېښودل شوی و. راځئ د خپل برخلیک په اړه یو ځای پرېکړه وکړو".

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي وویل، چې داسې باید ونه شي، چې له یوې ډلې سره سوله وشي او نورې ډلې لکه د اسلامي دولت ډلې په کابل کې خپلې جګړې ته دوام ور کړي.
له طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرو لومړی پړاو جون میاشتې په اتمه اسلام اباد کې ترسره شوې او دویم پړاو یې چې اټکل کېده تېره اونۍ ترسره شي وځنډېدې.
د ملاعمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته د نوموړي فاتحه د طالبانو ډلې پخواني غړي او یو شمېر دولتي چارواکو لخوا په کابل کې واخیستل شوه.
خو وروسته له دې افغان دولت دا مراسم منع کړل.








