طالبانو عباس ستانکزی په قطر کې د خپل سیاسي دفتر سرپرست وټاکه
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر سیدطیب آغا له استعفا دوه ورځې وروسته، دغې ډلې د یوه لیک په خپرولو شیرمحمد عباس ستانکزی د قطر د دفتر چارسمبالی وټاکه.
د پنجشنبه په ورځ د زمري ۱۵ د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دغه لیک یو عکس پر ټویټر خپور کړی او دا یې "رسمي حکم" بللی دی.
دغه لیک چې په پښتو لیکل شوی په پای کې یې د طالبانو د نوي ټاکل شوي مشر، ملا اخترمحمد منصور نوم تر سترګو کېږي.

په دې لیک کې راغلي له دې چې سید محمد طیب آغا د " اسلامي امارت" د سیاسي دفتر له ریاست څخه استعفا وکړه، د دې لپاره چې د لیک په لیکنه چارې ونه ځنډېږي " دفعلا" لپاره شیرمحمد عباس ستانکزی د قطر د دفتر چارسمبالی وټاکل شو.
د سه شنبه په ورځ (د زمري ۱۳) سید طیب آغا د یوه لیک په خپرولو خپله استعفا ورکړه او اعتراض يې د هغه څه په وړاندې وښود چې دی یې " د ملامحمد عمر د مړینې پټول" بولي.
سید طیب آغا چې د طالبانو د رهبري شورا مهم غړی بلل کېږي، د ملامحمد عمر د مرګ پټول او له هېواده د باندې د نوي مشر ټاکل "تاریخي تېروتنه بللې".
په هغه لیک کې چې نن د ملااختر محمد منصور په نامه خپور شوی د سید طیب آغا د "خدمتونو" درناوی پکې شوی او لیکل شوي چې په راتلونکې کې به د ده له تجربو استفاده وشي.
وروسته له دې چې د ملامحمدعمر د مړینې خبره تائید شوه د نوي مشر ملااختر محمد منصور د ټاکل کېدو پر وړاندې د طالبانو ځینو قومندانانو او مهمو مشرانو مخالفت وښود.
شیرمحمد عباس ستانکزي تر دې وړاندې هم په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې د مرستیال دنده پرمخ بیوله.
ښاغلی ستانکزی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت او د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ؤ.
دوه ورځې وړاندې طالبانو د ښاغلي ستانکزي په لاسلیک یو لیک خپور کړ چې پکې د ده او په قطر کې د طالبانو د دفتر د نورو غړو له خوا له ملااختر محمد منصور سره بیعت شوی ؤ.








