غزني کې وسله والو یو ښوونځی سوځولی

د غزني ښار ته څېرمه د امام حداد په نامه د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته د ناپېژاندو وسله والو له لوري اور ورته شوی دی.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، تېره شپه لس بجې دغه ښوونځي ته درې وسله وال ننوتي چپړاسي یې تړلی او بیا یې د ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړی او تښتېدلي دي.
هغه وايي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د غزني مرستیال والي ددغې پېښې پړه په وسله والو مخالفینو اچوي.
په ورته وخت کې د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد هم د پېښې د پخلي سربېره وايي، د سیمې خلکو د ښوونځي اور غلی کړی دی.
په اور کې د ښوونځي درې ټولګي سوځېدلي. د غزني ښار ته نژدې په دغه ښوونځي نژدې پنځه سوه هلکان او نجونې دوه وخته زده کړې کوي.
د پوهنې ریس عابد وايي، دا چې ښوونځی به د چا له خوا سوځېدلی وي، کره معلومات یې په اړه نه لري.
د امام حداد ښوونځی په یوه کرايي کور کې فعال و.

تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې او چا پر غاړه نه ده اخیستې.
په تېرو نژدې شپږو کلونو کې غزني کې ښوونځی نه وو سوځول شوی.








