د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان په مرکزي ولایت لوګر کې د امریکايي سرتیرو لخوا ۷ افغان سرتیري وژل شوي.
افغاني چارواکي وايي، دغه برید نن سهار (جولای ۲۰) د امریکا اپاچي ډوله چورلکو لخوا تر سره شوی، چې له کبله یې ۷ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
ننی برید د لوګر ولایت د برکي د چهل تن غونډۍ پر سر د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو شوی.
د بي بي سي خبریال احسان الله مهجور، چې دمګړۍ د پېښې په سیمه کې دی تاييدوي، چې په دغه پېښه کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د ښاغلي مهجور په وینا، افغان امنیتي ځواکونه د مړو او ټپیانو د لېږد په حال کې و، چې د وسله والو طالبانو لخوا پرې بریدونه پیل شول او تر دې دمه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
د افغانستان د ملي اردو د څلورمې لوا مشر عبدالرازق، د پېښې له ځایه بي بي سی ته په خبرو کې وویل، دغه برید د امریکايي اپاچي چورلکو په ذریعه تر سره شوی، چې له کبله یې ۷تنه افغان سرتیري وژل شوي.
د دغه برید لامل تر دې دمه د افغاني او امریکايي ځواکونو له خوا نه ده په ډاګه شوی.
خو د افغانستان دفاع وزارت او ناټو اعلان کړی، چې د دغې پېښې د څېړنې په حال کې دي.

د عکس سرچینه،
په تېر کې هم د نړیوالو ځواکونو لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو دا ډول بریدونه په تېروتنه ترسره شوي دي.
ننی برید په داسې حال کې تر سره کېږي، چې تېره ورځ د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي په ناڅاپي سفر د افغانستان پلازمېنه کابل تللی و او له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې ولیدل.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دواړو خواو د دوه اړخیزو مرستو او د افغانستان د امنیت په تړاو د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې.








