د افغانستان شمال کې دوه ماشومان وژل شوي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان شمالي بلخ ولایت چارواکي وايي، ددې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې پر یوه موټرسایکل د ځای پرځای شویو چاودېدونک توکو د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي.
چارواکي وايي چاودنه د اختر لمانځه تر ختمېدا وروسته له یوه جومات نه د وتلو پرمهال شوې ده.
د بلخ د پولیسو مشر شیرجان دراني بي بي سي ته وویل، پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي.
تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې.
پېښه داسې مهال شوې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په ورځ پخپلو خبرو کې هیله وښوده چې دا اختر افغانستان کې له وینې تویېدو پرته په خوښیو تېر شي.
له اختر یوه ورځ وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې له جګړې لاس واخلي او افغانان په آرامه فضا کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.




