د کندوز دشتې ارچي د طالبانو لاس ته لوېدلې

د عکس سرچینه،
د افغانستان په شمال کې سیمه ییزو چارواکو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د سقوط خبره تایید کړې ده.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي بي بي سي ته وویل، دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ډلو تر منځ د سختې نښتې څخه وروسته د مخالفو وسلوالو لاس ته ولوېده.
ښاغلي سعدي ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ډلو تر منځ له یوې اونۍ راهیسې جګړه روانه وه او امنیتي ځواکونو د بیړنۍ او مرستندویه ځواکونو غوښتنه له مرکزي دولت څخه کړې وه.
خو نوموړي وویل:"چا زموږ غږ وا نه اورید او موږ اړ شو چې له ولسوالۍ څخه ووځو".
ښاغلی سعدي او امنیتي ځواکونه اوس له ولسوالۍ وتلي او د قرلوق سیمې ته تللي دي.
طالبانو له رسنیو سره په اړیکه کې ویلي، چې دوی د کندوز ولایت ټولې امنیتې پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت د خلکو استازی عبدالله قرلق بي بي سي ته وویل، د دشت ارچي ولسوالۍ له سقوط څخه وروسته امنیتي ځواکونه قرلوق سیمې ته په شا شوي دي.
نوموړي د دشتې ارچي ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ.
د کندوز ولایت یو تن اوسیدونکي له دشتې ارچې څخه بي بي سي ته وویل، چې د ناامنیو له کبله په سلګونو کورنۍ له دغې ولسوالۍ کډه شوې دي.
تر دې دمه په دغه جګړه کې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.








