د کندز پر څارنوالۍ ځانمرګی برید شوی

د عکس سرچینه، AP
کندز ولایت کې یو شمېر ځانمرګي برید ګرو د څارنوالۍ پر ودانۍ برید کړی.
د ودانۍ په درشل کې له موټر بم چاودنې وروسته یو شمېر بریدګر ودانۍ ته ننوتي او ویل کېږي، چې اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د کندز پولیسو ویاند سرور حسینی وايي، تر اوسه دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
حسیني وايي، د څارنوالۍ ريیس او د کندز څارنوالۍ د یو شمېر نورو کارکوونکو په ژغورلو بریالي شوي دي.
له سیمې نه خبریالان وايي، چې دوی یو شمېر څارنوالان لیدلي چې ټپيان وو او د څارنوالۍ له ودانۍ نه هم لوګي پورته کېږي چې پکې نښته لا تر اوسه روانه ده او د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې روانې دي.




