کابل-کندهار پر لاره ۱۳۰ پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي

افغان چارواکي وایې په وروستیو څو کلونو کې د کابل کندهار په لویه لاره د دولت مخالفینو له خوا شاوخوا ۱۳۰ پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي دي.
د تیلو سلګونو ټانکرونو سوځېدل او سړک غاړې ماینونه هغه څه دي چې د دغو لارو د ویجاړېدو لامل شوي.
د افغانستان د ټولګتو وزارت وایې د دغو پلونو او لارو په بیا جوړونې ۱۸۰میلیون ډالره لګښت راځي.
زموږ خبریاله زمزمه نیازۍ په خپل رپوټ کې لیکي:
د کابل کندهار پر لویه لاره اوږدې نا امنۍ مساپر او موټر چلونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوه تنه موټر چلونکي چې کلونه کېږي د کابل کندهار پر لویه لاره موټر چلوي وایي د لارې ویجاړېدو ستونزې ډیرې کړې دي.
د کابل کندهار لویه لاره د افغانستان د ولایتو او د سیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له پلوه خورا مهمه ده.
د ټولګټو وزارت مرستیال احمد شاه وحید د دغې لارې ویجاړېدل د افغانستان اقتصاد ته لوی زیان ګڼي.
نوموړی وايي دوی هڅه کړې چې د دغې لارې یوه برخه بیا ورغوي خو امنیتي ننګونې د دې لامل شوي چې کارونه یې په ټپه ودریږي.
ښاغلی وحید زیاتوي چې د دولت مخالفینو له خوا یو شمېر نوي رغول شوي پلونه هم ویجاړ شوي دي.
نوموړي همدا راز وویل د دغو پلونو او پلچکونو بیا رغونه جدي تدابیرو ته اړتیا لري.
ده هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به د دغې لارې په بیا جوړونه کې له فواید عامې وزارت سره مرسته وکړي.
یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د کندهار- کابل پر لویه لاره د مرکز کلات اړوند سیمه کې یو لوی پل چي ۲۰ متره اوږدوالی یې درلود ونړوه.








