د غزني پر ښار څلور توغندي توغول شوي

د عکس سرچینه، AFP
دغزنی په ښار کې له لویدیځ لورڅخه نن سهار(اپریل ۲۴) څلور توغندي ویشتل شوي.
توغندي د ښار په هغوو سیموکې لګېدلي چیرته، چې دولتي ادارې دي. په غزني کې د بي بي سي خبریال اسد الله جلالزی په خپل رپوټ کې لیکي چې یو توغندی د غزني د موزیم د ودانۍ په انګړ اودوه نور د ښځو چارو د ریاست ودانۍ مخې ته لګېدلي خو د څلورم توغندي د لګیدلو دقیق ځای لا نه دی معلوم .
دغزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وایي، توغندي د دولت د مخالفینو له خوا توغول شوي خو کوم ځاني زیان نه لري.
هغه داهم وایی، د دغو توغندویو په ویشتلو سره مخالفینو غوښتل چې خلکو ته وښیي چې خپل پسرلني عملیات یې پیل کړي.
هغه زیاتوي امنیتي اداري د دولت د مخالفینو د بریدونو د مخنیوي لپاره چمتو والی لري، وسله والو طالبانو ویلي نن خپل پسرلني عملیات پیل کړل، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، دغه برید یې د والي په دفتر کړی او مرګ ژوبله یې اړولې.




