غزني کې طالبانو د قتل په تور ۳ کسان قصاص کړل

د عکس سرچینه،
نن سهار (اپریل ۱۸) د غزني ښار اړوند په منګور کلي کې طالبانو درې تنه وژلي. غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی واييو له سیمې څخه رارسېدلي خبرونه وايي، نن سهار د غزني ښار اړوند د منګور په کلي کې درې تنه، چې څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د یوې ډاکترې او د هغې د میړه د وژلو په تور نیول شوي وو، په عام محضر کې د زرګونو خلکو پر وړاندې په ډزو وویشتل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تیلیفوني اړیکه کې بي بي سي ته وویل، یاد کسان په سیمه کې د یوې ډاکترې او د هغې د میړه په وژلو تورن وو.
د محکمې له حکم سره سم تورن قاتلان د مقتولینو د خپلوانو له خوا قصاص شول. مجاهد وايي، که څه هم د مقتولینو له خپلوانو څخه په وار وار غوښتل شوي وو، چې بښنه ورته وکړي، خو هغوی یې په قصاص ټینګار کاوه.
وېره که ژوند
بل پلو، د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي هم د دې کسانو وژل کېدل تاییدوي او وايي، طالبانو څه موده وړاندې له سیمې څو کسه بېولي ول چې نن يي درې هغه په منګور سیمه په ډزو ویشتلي دي.
هغه زیاتوي طالبانو دا کار ځکه کړی، چې غواړي په خلکو کې وېره خپره کړي او هم خپل واک په خلکو باندې د ډار له لارې تامین کړي.
هغه دا هم مني، چې حکومتي ادارې هم ناتوانه دي، چې نه شي کولای په ځینو سیمو کې په خپله داسې قضایاوو ته ځواب ووايي.
تیره ورځ هم د چارواکو په خبره په اجرستان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له څلورو کسانو سرونه غوڅ کړي وو.
سرچینه ادعا کوي، وژل شوي کسان د مالستان ولسوالۍ ووو چې څه موده مخکې طالبانو ونیول.خو طالبانو ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.








