غزني کې د ماین چاودنې ۱۲ ولسي وګړي وژلي

د غزني ولایت د قره باغ او خوږیاڼۍ ولسوالیو د لارې په اوږدو کې نن سهار ۸:۰۰ بجې شاوخوا د ده ملا او چهار کلا د سیمو ترمنځ د ملکي وګړو پر ټونس موټر سرک د غاړې ماین چاودنه کړې.
د غزني د والي ویاند مرستیال محمد علي احمدي وايي: په دغې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ۱۲ تنه سورلۍ وژل شوې دي.
د سیمې یو تن اوسیدونکی عبدالمتین بیا وايي: په دغې چاودنه کې یو کس ټپي شوی هم دی.
د غزني مرستیال والي وایي: ددغه موټر ټول سورلۍ د سراب له سیمې څخه قره باغ ولسوالۍ ته روان ول، هغه وايي:په وژل شویو کې شپږ تنه یې ښځې دي.
د غزني ولایت چارواکي وايي، په وژل شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.
څو ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۷ تنه ووژل شول.
تر دې دمه هیڅ کومې ډلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.
غزني د افغانستان پلازمېنې ته نژدې ناامنه ولایت دی چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ډېرې پېښې شوې.








