هرات کې د کرنې په موخه له شنو خونو ګټه اخیستل زیات شوي

د عکس سرچینه، AFP
په هرات کې د بادرنګو د تولید په موخه د شنو خونو (ګرین هاوس) نه د ګټې اخیستنې کلتور په پراخه کچه دود شوی.
د هرات په ځینو ولسوالیو کې د روان کال له پيل راهیسې تر اوسه د بادرنګو د تولید څه باندې سل شنې خونې جوړې شوې.
د دې شنو خونو خاوندان وایي، اټکل کېږي چې سږ کال به څه باندې ۲۰۰ زره ټنه بادرنګ په هرات کې تولید شی.
محمد قاضی زاده په خپل رپوټ کې کاږي: د روان کال له پيل راهیسې په هرات کې په پرله پسې توګه څه باندې سل شنې خونې یوازې د بادرنګو د تولید لپاره جوړی شوی دی.
هره شنه خونه له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ متره پلنوالی لري او اټکل کېږي، چې هره یوه به یې په کال کې څه باندې ۳۰ ټنه بادرنګ تولید کړي.
د هرات د انجیل په ولسوالۍ کې د یوې شنې خونې خاوند محمد نادر رضایي وایي، چې سږ کال به په ټول هرات کې څه باندې سل زره ټنه بادرنګ تولید شی.
رضايي وايي:"شاوخوا ۲۰۰ یا ۳۰۰ داسې لوی او کوچني فارمونه په هرات کې فعاله دي. مخکې له دې په هر کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه بادرنګ په هرات کې تولید شوي، ښایی سږ کال تر دې کچې هم زیات بادرنګ تولید شي. دا به د دې سبب شي، چې په دې برخه کې موږ بهرنیو هیوادونو ته اړتیا ونلرو".
محمد یوسف تازه دې ته تیار شوی، چې د انجیل په ولسوالۍ کې شنه خونه جوړه کړي. دی وایي، هڅه یې کړې، چې له دې ډول ظرفیتونو څخه هم ګټه پورته کړي:"دا ډول فعالیت موږ په نورو ځایونو کې لیدلی او ترسره کړی و. موږ فکر وکړ، چې ولې نور هیوادونه خپل توکي دلته خرڅ کړي، په داسې حال کې چې موږ یې هم کولی شو. ځکه نو موږ هم وهڅول شوو، چې دا دلته تولید کړو او په خپل هیواد کې یی وپلورو".
د شنو خونو صنعت په دې وروستیو کلونو کې د ګڼ شمېر بې روزګاره خلکو لپاره هم د کار زمینه برابره کړې.

د عکس سرچینه، Thinkstock
مالک رحیمي د شنې خونې یو کارکوونکی وايي:"زه خوشاله یم چې دلته دغه شنې خونې رواج شوې. او خوشاله یم چې دا کار ما ته دلته پیدا شوی او کار کوم".
شنه خونه یا ګرین هاوس په پلاستیک هغه پوښلې خونې ته ویل کېږي، چې د سابو د تولید لپاره په متناسبه اندازه حرارت او نور تامینوي.
د دې شنو خونو اهمیت په دې کې دی، چې د کال په هر فصل کې د سابو د تولید زمینه برابر وي.








