هرات کې له ګرافیک هنر نه ۱۵ نجونې فارغې شوې

د ذهني مفاهیمو انځورول او د کمپیوټر په وسیله د مختلفو انځورونو طراحي یعنې د ګرافیک مدرن هنر په افغانستان کی نسبتاً نوی مهارت ګڼل کېږي.
د عکس تشریح، د ذهني مفاهیمو انځورول او د کمپیوټر په وسیله د مختلفو انځورونو طراحي یعنې د ګرافیک مدرن هنر په افغانستان کی نسبتاً نوی مهارت ګڼل کېږي.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, هرات

د لومړی ځل لپاره یوشمېر نجونې په هرات کې د ګرافیک هنر له شپږ میاشتنۍ ښوونیزې دورې فارغې شوې.

دوی خپل هنري آثار هم په یوه نندارتون کې نندارې وړاندې کړي دي.

دا پروګرام د جرمني د هیلپ مؤسسې له خوا هغو مېرمنو ته ځانګړی شوی و چې په خپله خوښه له بهره خپل هېواد ته راستانه شوي.

ګرافیک یا کمپیوټر په وسیله د انځورونو د طراحۍ مهارت په افغانستان کی نسبتاً نوی هنر دی او په ځانګړې توګه د ښځو له خوا یې د زده کړې پر اهمیت ډېر ټینګار کېږي.

د ذهني مفاهیمو انځورول او د کمپیوټر په وسیله د مختلفو انځورونو طراحي یعنې د ګرافیک مدرن هنر په افغانستان کی نسبتاً نوی مهارت ګڼل کېږي.

له دغه ښوونیز هنري کارځای نه ځینې فارغې شوې نجونې هم خوشاله دي چې د ګرافیک په ډګر کې د بل چا مرستو ته اړتیا نه لري:
د عکس تشریح، له دغه ښوونیز هنري کارځای نه ځینې فارغې شوې نجونې هم خوشاله دي چې د ګرافیک په ډګر کې د بل چا مرستو ته اړتیا نه لري:
په افغانستان کې ګرافیک چندان پرمحتګ نه دی کړی.
د عکس تشریح، په افغانستان کې ګرافیک چندان پرمحتګ نه دی کړی.

۱۵ تنه نجونې له هغو کورنیو څخه چې په خپله خوښه له بهره، په ځانګړی توګه له ایرانه خېل هېواد ته راستانه شوي شپږ میاشتې مخکې د هیلپ موسسې له خوا د ګرافیک هنري کارځای ته منل شوې وې.

په هرات کې د هیلپ موسسې د کسبونو د زده کړې د څانګې مشر احمد فرید کریمي وايي:

''معمولاً په افغانستان کې خلک کله چې د یوه خصوصي محفل یا د واده د مراسمو عکسونه او فلمونه اخلي د هغو د ایدیټ یا ترتیبولو لپاره پر پردیو نارینه وو کارکوونکو باور نه کوي. ځکه نو موږ د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه ګرافیک ګروپ ټولنې ته واندې کړ دوی فلمونه به خپله فلمونه او عکسونه ایډیټ کوي او ترڅنګ یې د داسې آرمونو یا نښانو طراحې به هم کولی شي چې مطبعې او یا ځینې رسنۍ ورته اړتیا لري.''

له دغه ښوونیز هنري کارځای نه ځینې فارغې شوې نجونې هم خوشاله دي چې د ګرافیک په ډګر کې د بل چا مرستو ته اړتیا نه لري:

دوی خپل هنري آثار هم په یوه نندارتون کې نندارې وړاندې کړي دي.
د عکس تشریح، دوی خپل هنري آثار هم په یوه نندارتون کې نندارې وړاندې کړي دي.
دا پروګرام د جرمني د هیلپ مؤسسې له خوا هغو مېرمنو ته ځانګړی شوی و چې په خپله خوښه له بهره خپل هېواد ته راستانه شوي.
د عکس تشریح، دا پروګرام د جرمني د هیلپ مؤسسې له خوا هغو مېرمنو ته ځانګړی شوی و چې په خپله خوښه له بهره خپل هېواد ته راستانه شوي.

''په افغانستان کې ګرافیک چندان پرمحتګ نه دی کړی. موږ د مېرمنو لومړنی ګروپ یو چې دا هنر مو زده کړی او کولی شو په دې ډګر کې ډېر پرمختګ وکړو.''

د هغو کسانو لپاره چې سواد نه لري د غالیو اوبدل، خیاطي او داسې نور کسبونه ورزده کوي او هغه کسان چې د هنري فعالیت وړتیا پکې لیدل کیږي بیا په ګرافیک او دې ته ورته په نورو څانګو کې روزي.