افضل لودین دفاع وزارت ته له نوماندۍ لاس په سر شو

د عکس سرچینه، ARG
د افغان ولسمشر له لوري د ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر ډګر جنرال افضل لودین له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شوی.
نوموړی دوه ورځې وړاندې د ولسمشر له خوا دفاع وزارت ته نوموړل شوی و.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ښاغلی لودین د شخصي دلایلو له کبله لاس په سر شوی.
تېره اونۍ د دویم ځل لپاره د ملي یوالي حکومت له خوا نور کاندید وزیران اعلان شول، خو د ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر نوم په کې نه و.
ښکاري چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي مشر عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف ډېر شوی دی.
په تېرو څو ورځو کې کورنیو رسنیو ځینې رپوټونه خپاره کړي چې جنرال عتیق الله بریالی د لوی درستیز په توګه د عبدالله عبدالله له خوا معرفي شوی، چې ډېر ژر به ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.
جنرال عتیق الله بریالی په دفاع وزارت کې د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده او د طالبانو پر وړاندې د احمد شاه مسعود په مشرۍ ډله کې د افغانستان په شمال کې له مهمو قومندانانو و.
خو د ولسمشرۍ دفتر له بي بي سي سره په خبرو کې دا موضوع دروغ وګڼله. خو د نوموړي د کاندیدو خبر ولسمشرۍ ماڼۍ رد کړ.
په داسې حال کې چې دفاع وزیر ته کاندید د خپلو واکونو د تايید لپاره د ولسي جرګې رایو ته اړتیا لري او ولسي جرګې ته ور معرفي کېږي، خو لوی دستیز د ولسي جرګې رایو ته اړتیا نه لري.
نور مخالفت
د دواړو لورو ترمنځ اختلاف د دفاع وزیر پر ټاکلو پورې محدود نه دی، وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مشره ټاکلې وه.
دوه ورځې وروسته، ښاغلي عبدالله وویل، د آغلې بارکزۍ ټاکل دوی ته د <link type="page"><caption> منلو وړ نه دي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2015/04/150408_mar_ludin_withdrew_mod" platform="highweb"/></link>.
د ټاکنو په برخه کې د اصلاحاتو د راوستو کمیسیون د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو اصلي او بنسټیزه ماده یادېږي چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ لاسلیک شوې، که څه هم چې دغه کمیسیون په ډیر ځنډ رامنځته شو ، خو اوس یې چې لا کار هم نه دی پیل کړی راپورته شوې لانجه ښايي د دغه کمیسیون چارې نورې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي.








