د نویو افغان نوماند وزیرانو ژوندلیکونه

عبد الرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوماند

د عکس سرچینه، fb
عبد الرزاق وحیدي په ۱۳۵۵ کال کابل کې زیږېدلی. هغه له شپږ کلنۍ راهیسې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوی او په ۱۳۷۳ کال یې له ښوونځي ختمولو وروسته د اصفهان حکومتي پوهنتون کې لیسانس لوستی دی.
ښاغلي وحيدي تر فراغت وروسته د ایران ازاد پوهنتون استاد پاتې شوی. په ۱۳۸۱ کال بېرته افغانستان ته ستون شوی او د کانکور سیستم کمپیوټرایز کولو کې یې کار کړی.
هغه په ۱۳۸۵ کال د مالیې وزارت د اداري مشر په توګه ګومارل شوی. په ۱۳۹۸ کال د مالیې وزیر د دفتر مشر ټاکل شوی. له ۱۳۹۰ کال راهیسې تر اوسه د مالیې وزارت اداري مرستیال پاتې شوی دی.
محمود بلیغ - ټولګټو وزارت ته نوماند

د عکس سرچینه، fb
محمود بلیغ په ۱۳۵۰ کال دایکندي ولایت کې زیږېدلی. لیسانس یې د تهران پوهنتون انجینرۍ کې اخیستی او ماسټري یې د امیر کبیر پوهنتون کې لوستې ده.
هغه له لوړو زده کړو وروسته د تهران – شمال په (ازاده راه) تونل طرحه کولو کې له یوه ایراني شرکت سره کار کړی.

د عکس سرچینه، fb
نوموړی په ۱۳۸۱ کال افغانستان ته ستون شوی او په ۱۳۸۲ کال د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد ګومارل شوی.
همایون رسا - سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند
ښاغلي رسا په کمپیوټر پوهنه کې زده کړې کړې دي. د پوهنې وزارت معاونیت کې او د ملي امنیت د معاونیت برخه کې یې یې کار کړی. ښاغلي رسا د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم کار کړی دی.
عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند

عبدالباري جهاني د سوېلي کندهار ولایت اوسېدونکی دی. ابتدايي زده کړې یې د کندهار میرویس نیکه ښوونځي کې کړې. په ۱۹۷۲ کال یې د کابل پوهنتون پښتو ژبې او ادبیاتو لیسانس لوستی. په ۱۹۸۱ کال له افغانستان نه پاکستان ته کډه شوی او په ۱۹۸۳ کال امریکا ته تللی دی.
ښاغلی جهاني په شعر، لیکنه او تاریخ لیکنه کې مشهور دی. نوموړي په ۲۰۰۶ کال امریکا غږ رادیو کې هم کار کړی او د افغانستان ملي سرود ته یې شعر جوړ کړی دی.
اسدالله ضمیر- کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند

د عکس سرچینه، fb
اسدالله ضمیر د کابل څنګلوري لوګر ولایت اوسېدونکی دی. هغه ښوونځی پېښور کې لوستی او لوړې زده کړې یې د امریکا کلیفورنیا پوهنتون کې د سوداګرۍ او اقتصادي مدیریت برخه کې سرته رسولې.
ښاغلی ضمیر د افغانستان د مدني فعالانو غړی دی، چې په ۲۰۰۸ کال یې د کلیوالو سیمو د پراختیا لپاره یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی. نوموړي د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت سلاکار هم پاتې شوی دی.
هغه په ۲۰۰۷ کال د افغانستان پوهنې وزارت کې کار پیل کړی او په ۲۰۰۹ کال د افغانستان د کرنې وزارت د پروګرامونو جوړولو رییس پاتې شوی.
ښاغلي ضمیر له ۲۰۱۲ وروسته نړیوال بانک کې د بنسټونو د پراختیا برخه کې کار کړی. د کانونو وزارت کې لوړپوړی مدیر هم پاتې شوی.
محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند

د عکس سرچینه، Reuters
محمد ګلاب منګل په ۱۹۵۷ کال د پکتیا ګردیز ښار کې زیږېدلی. لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون په ادبیاتو کې د لیسانس تر کچې کړې. په ۱۹۷۰ کال یې له دولت سره کار پیل کړی او بیا له مجاهدینو سره یوځای شوی.
ښاغلی منګل د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په ۲۰۰۸ کال د سوېلي نارامه هلمند د والي په توګه وټاکل شو، چې تر ۲۰۱۲ کال پورې همالته د والي په توګه پاتې شو.
هغه د هلمند له والي کېدو مخکې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۶ کال پورې د پکتیا والي و، او په ۲۰۰۸ کال کې د لنډ وخت لپاره د لغمان والي هم پاتې شوی.
ښاغلی منګل د هلمند د والي په توګه له ګوښه کېدو وروسته کابل کې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی.
عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت ته نوماند

عبدالستار مراد د افغانستان د اسلامي جمعیت یو مهم غړی دی. نوموړی د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د هغه وخت د دولت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم پاتې شوی او تر ۲۰۰۲ کال پورې مالیزیا کې د افغانستان سفیر و.
ښاغلي مراد له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۷ کال پورې د کاپیسا والي و، او په ۲۰۱۱ کې یې د افغانستان د سولې عالي شورا کې کار کړی.
نوموړي د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله ټاکنیز کمپاین مخته وړی، او د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله د ټاکیز کمپاین مرستیال و.
محمدالله بتاش – ترانسپورت وزارت ته نوماند

محمدالله بتاش په ۱۹۶۱ کال د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې زیږېدلی. په ۱۹۷۸ کال یې د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې ښوونځی لوستی.
هغه په ۱۹۸۵ کال کې له بلخ پوهنتون نه د روسیې کوبان پوهنتون ته ولاړ او هلته یې په ټولنیزو علومو کې زده کړې وکړې.
ښاغلی بتاش په ۱۹۹۰ کال د دوکتورا لپاره مسکو ته ولاړ او په ۱۹۹۵ کال یې په ټولنیزو علومو او نړیوالو اړیکو کې دوکتورا واخیسته.
ښاغلي بتاش په ۱۹۹۵ کال تر ۲۰۰۱ پورې په بېلابېلو نړیوالو سوداګریزو شرکتونو کې کار کړی او له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۰۷ پورې پارلماني چارو کې د دولت سلاکار وزیر پاتې شوی.
اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت ته نوماند

د عکس سرچینه، fb
ښاغلی بلخي په ۱۳۳۶ کال بلخ کې زیږېدلی. ښوونځی یې بلخ کې لوستی او په ۱۳۵۹ کال یې کابل پوهنتون کې لیسانس لوستی. ښاغلي بلخي په ۱۳۶۹ کال د سعودي عربستان امّ القرُی پوهنتون کې زده کړې کړې او په ۱۳۸۲ کال کې یې دوکتورا هم اخیستې ده.
نوموړي په ۱۳۸۲ کال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې کار پیل کړ او په ۱۳۹۱ کال په کویت کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.
سید سعادت منصور نادري – ښارجوړونې وزارت ته نوماند

سعادت منصور نادري په ۱۹۹۹ کال د لندن یوه پوهنتون کې اقتصاد لوستی. بیا یې بېلابېلو شرکتونو کې کار کړی، خپل سوداګریز کاروبار هم مخته وړي.
ښاغلی نادري د اسماعیلي فرقې د یوه مشر سید منصور نادري زوی دی.
نوموړی مخکې د افغانستان ملي بانک سلاکار پاتې شوی.
عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت ته نوماند

د عکس سرچینه، fb
عبدالبصیر انور په ۱۳۳۱ کال کې د کابل شمال ته پروان ولایت کې زیږېدلی. لیسانس یې د کابل طبي پوهنتون کې لوستی، نورې لوړې زده کړې یې سیاسي او اسلامي علومو کې کړې دي.
ښاغلی انور مخکې د افغانستان د مخکیني ولسمشر د ټولنیزو چارو سلاکار او د افغاسنتان د اسلامي حزب د سیاسي کمېټې مشر پاتې شوی. نوموړی د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د عامې روغتیا مرستیال او سرپرست وزیر هم پاتې شوی.
سلامت عظیمي – د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت ته نومانده

د عکس سرچینه، fb
آغلې عظیمي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشوانو د حقونو د پراختیا او ملاتړ برخې مشره پاتې شوي، او د هېواد شمال کې د آریانا حقوقي مؤسسې د مشرې په توګه یې هم کار کړی دی.
هغې د بلخ پوهنتون استازي هم کړې ده او ددغه پوهنتون مرستیاله هم پاتې شوې ده.
آغلې عظیمي په حقوقو او سیاسي علومو کې زده کړې کړې دي.
فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت ته نومانده

د عکس سرچینه، fb
فریده مومند د کابل طب پوهنتون استاده ده او د کابل یوه روغتون کې کار کوي. فریده شاوخوا ۵۰ کلنه ده او په ۱۹۹۷ کال له افغانستان نه پاکستان ته کډه شوې او په ۲۰۰۱ کال افغانستان ته ستنه شوې ده.
نسرین اوریاخېل – کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو وزارت ته نومانده

د عکس سرچینه، women award
آغلې اوریاخېل د کابل طبي پوهنتون کې لیسانس لوستی، د همدغه پوهنتون استاده پاتې شوې، د "رابعه بلخي" او "ملالۍ زیږنتون" د روغتونونو مشره پاتې شوې ده.
هغې د ښځو زیږون برخه کې تخصص اخیستی او له ۲۰۰۴ کال راهیسې تر اوسه د (ملالۍ زیږنتون) مشري پرغاړه لري.
تېر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت آغلې اوریاخېل ته د ښخو د روغتیا او زیږون برخه کې د نړۍ د زړورو ښځو جایزه ورکړه.
نسرین اوریاخېل د یوه نادولتي بنسټ مشره هم ده.
علي احمد عثماني ـ انرژۍ وزارت ته نوماند

د عکس سرچینه، fb
ښاغلی عثماني په ۱۹۷۲ کال هرات ولایت کې زیږېدلی. ښوونځی یې ایران کې لوستی او په ۲۰۰۰ کال کې د هرات انجینرۍ پوهنځي ته داخل شوی. په ۲۰۰۷ کال یې د ایران مشهد کې د فردوسي پوهنتون هایډرلولیک انجینرۍ کې ماسټري کړې.
هغه هرات کې د پوهنتون استاد و او په ۲۰۱۲ کال د کابل یوه خصوصي کې هم تدریس پیل کړی.
ښاغلی عثماني د افغانستان لوېدیځه حوزه کې د اروپايي ټولنې او د خوړو نړیوال سازمان ترمنځ د پروګرامونو د همغږۍ برخه کې کار کړی.
دلبر نظري – د ښځو چارو وزارت ته نومانده

د عکس سرچینه، fb
آغلې نظري په ۱۹۶۰ کال د افغانستان شمالي سمنګان ولایت کې زیږېدلې. د بلخ ښوونکي تربیې مرکز یې کې درس ویلی او بیا یې د کابل پوهنتون نړیوالو اړیکو کې لیسانس لوستی دی.
هغې په ۲۰۰۵ کال د افغانستان ولسي جرګې ته لاره موندلې او د ولسي جرګې د فرهنګي او دیني چارو د کمېټې غړې وه.
آغلې نظري د آکسفام او یونیسف په څېر له نادولتي مؤسسو سره هم کار کړی او په ۲۰۰۴ کال کې د ټاکنیز کمیسیون کارکوونکې هم وه.
وروسته تر هغه چې په تېرو دوو درو کې یې پارلمان ته لاره ونه مونده، د ولسي جرګې د حقوقي سلاکارې په توګه وګومارله شوه او اوس د کورنیو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو برخه کې کار کوي.








