د افغانستان کابینې ته ۱۶ نوماند وزیران ونومول شول

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوې کابینې لپاره د ۱۶ نوماند وزیرانو نومونه د باور د رايي د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور واستول.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ په رسېدلې خبرپاڼې کې لاندیني کسان وزارتونو ته نومول شوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته- همایون رسا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته- عبدالباري جهاني
د کرنې او مالدارۍ وزارت ته- اسدالله ضمیر
د سرحدونو او قبایلو وزارت ته- محمدګلاب منګل
د عامه فوایدو وزارت ته- محمود بلیغ
د اقتصاد وزارت ته- عبدالستار مراد
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته- محمد الله بتاش
د پوهنې وزارت ته- اسدالله حنیف بلخي
د ښارجوړونې چارو وزارت ته- سید سعادت منصور نادري
د عدليې وزارت ته- عبدالبصیر انور
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته- عبدالرزاق وحیدي
د ښځو د چارو وزارت ته- مېرمن دلبر نظري
نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت ته- مېرمن سلامت عظیمي
د لوړو زدکړو وزارت ته- فریده مومند
د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته- مېرمن نسرین اوریاخېل
د اوبو او انرژۍ وزارت ته- علي احمد عثماني
په دغه نوملړ کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نه لیدل کېږي. تر دې وړاندې دغه وزارت ته نوماند شیرمحمد کریمي و نه کړای شول چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.
ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي وحدت د حکومت له خوا، له ۱۸ ورپېژندل شوو نوماند وزیرانو، ۱۰ کسه رد کړل.








