هند کې افغان محصل طلايي مډال ګټلی

د عکس سرچینه،
د هندوستان همدرد پوهنتون کې د محمد حلیم دیدار په نامه یو افغان محصل د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لومړی مقام ګټلی دی.
نوموړي ته د هند مرستیال ولسمشر د فراغت پرمهال طلايي مډال هم ورکړی دی.
محمد حلیم دیدار په ۱۹۹۲ کال بغلان ولایت کې زیږېدلی، په همدې ولایت کې یې د خاتم الانبیاء ښوونځی لوستی او په لومړۍ نومره ترې فارغ شوی دی.
نوموړي له هنده بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلیفون پر کښه وویل، همدرد پوهنتون کې یې کمپیوټر ساینس لوستی او په ممتاز نومرو فارغ شوی.
دی وايي، ماسټري یې هم په معلوماتي ټکنالوژۍ کې اخیستې ده.
محمد حلیم دیدار ته د تېر مارچ پر ۳۱، د هند همدرد پوهنتون کې د فراغت د مراسمو پرمهال د هند مرستیال ولسمشر محمد حامد انصاري طلايي مډال ورکړی دی.
دیدار وايي، اوسمهال په همدرد پوهنتون سوداګرۍ برخه کې تدریس کوي.

د عکس سرچینه،
نوموړی وايي، د هند د پوهنتونونو عالي کمیسیون د ممتاز محصل جایزه ورکړې ده، خو اوسمهال په کمپیوټر ساینس کې دویمه ماسټري کوي.
د هند همدرد پوهنتون کې شاوخوا ۱۷۰ افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.
په دغه پوهنتون کې د نړۍ د ۳۷ هېوادونو محصلین زده کړې کوي.

د عکس سرچینه،








