د ګرشک امنیه قومندان بمي چاودنه کې ووژل شو

د عکس سرچینه، b
- Author, مامون درانی
- دنده, کندهار
د هلمند د نسبتاً ارامې ګرشګ ولسوالۍ امنیه قومندان حکمت الله حقمل تېره شپه (چهارشنبې) په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
دغه پېښه تېره شپه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې وسلوالو د ګرشک د میرمنداب په سیمه کې پر یو شمېر امنیتي پوستو وسلوال برید پیل کړ.
چارواکي وایي، چې د برید سیمې ته امنیه قومندان پر لاره و، چې د وسلوالو له خوا په یوه اېښودل شوي ماین کې ووژل شو.
د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار د پېښې پخلی کوي، خو د چاودنې په اړه یې نور جزییات ور نه کړل.
لا هم روښانه نه ده، چې په دغه برید کې نورو څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ګرشک د پولیسو مشر حکمت الله حقمل په دغه ولایت کې یو بریالی قومندان بلل کېده، چې د ولسوالۍ په امنیت او د وسلوالو په ځپلو کې تر ډېره بریالی و.
تر دې دمه ددغه برید په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.




