هلمند او ارزګان کې چاودنو ۱۱ افغانان وژلي

د عکس سرچینه، Jawad Dawari
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت لښکرګاه په یوې ګوڼه ګوڼې کې ځانمرګي برید لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي او د څلورو پولیسو په ګډون یې ۲۳ ولسي وګړي ټپیان کړي دي.
کندهار کې زموږ همکار مامون درانی وايي، برید تېر ماښام (سې شنبې/ مارچ ۱۰) د لښګرګاه په هغې عمومې جادې کې شوی، چې د ځینو ولسوالیو او ورڅېرمه سیمو خلک خپلو کورونو ته ستنېدل.
نوموړی وايي، برید داسې مهال شوی، چې هلته پولیسو تلاشي هم کوله، چې ظاهراً ښکاري د برید موخه به پولیس وو.
درانی وايي، د برید سیمه کې کرولا، مازدا موټر او موټر سایکلونه ښکاري، چې سپاره ولسي وګړي یې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه بولان سیمې دغه برید کې بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو رینجر ته څېرمه الوځولی دی.
تر دي دمه ددغه برید د پړې په اړه کومي وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.
ارزګان

د عکس سرچینه، Jawad Dawari
بل خوا، د هلمند له برید یو ساعت وروسته ماښام مهال د ارزګان مرکز ترینکوټ کې چاودنې د صدیق په نامه د پولیسو یو قومندان او ورسره درې نور ملګري وژلي او پنځه کسه نور ټپیان دي
د ترینکوټ د لومړۍ حوزې آمر ویلي، په وژل شویو کې دوه کوچنیان هم دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.








