هلمند کې ځانمرګي برید د یوه پولیس په ګډون ۲ کسان ووژل

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه ځانمرګي بريد په پایله کي لږترلږه ۲ کسان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپیان دي.
دغه بريد د پنجشنبې (جنورۍ ۲۲مه) په غرمه شاوخوا ۳ بجې د هلمند – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې ترسره شو.
په هلمند کي د عامه نظم د پولیسو مشر سمونوال سیدالرحمن شایق وايي دغه ځانمرګی برید د ټونیس موټر په مټ د افغان ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان تر سره شوی دی.
ښاغلی شایق وایي دغه موټریز کاروان د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې جګړه کې ښکېلو امنيتي سرتېرو ته اکمالات رسول.
هغه، پرته له دې چې د مرګ ژوبلې کره شمېرې یادې کړي، وویل چې څو سرتېري يې ټپیان شوي خو دا چې زياته مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.
په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون ډاکټران وايي د ځانمرګي بريد ۱۸ ټپیان او ۲ مړي ور وړل شوي دي.
سرچينه وايي په وژل شويو کسانو کي يو د عامه نظم پولیس او يو ملکي وګړی شامل دي او په ټپيانو کې پنځه پولیس او پاتې ملکي وګړي دي.
په سيمه کي عيني شاهدان وایې چې د پېښې ډېری قربانیان ولسي وګړي دي.
وسله والو طالبانو د برید مسوليت په غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې وياند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په لېږلي ټیليفوني پیغام کي ادعا کړې چې د برید له امله په دوو موټرونو کي سپاره ۱۸ د عامه نظم پولیس وژل شوي دي.








