هلمند کې د واده پر یوه کور توغندي لګېدو ۲۰ کسان وژلي

د پېښې ډېر ټپیان لښکر ګاه ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د پېښې ډېر ټپیان لښکر ګاه ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې چارواکي وايي، پر یوه کور د توغندي د لګېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ تنه ټپیان دي.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې تېر ماخوستن دا توغندی د واده د مراسمو پر مهال لګېدلی چې په وژل شویو او ټپیانو کې ډیری ماشومان او ښځې دي.

د هلمند ولایتي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، چې د وژل شویو او ټپیانو دغه شمېرې یوازې له دوو روغتونونو تر لاسه شوې خو دا لانه ده څرګنده چې نورو روغتونونو ته څومره ټپیان او یا مړي وړل شوي.

سیمه ییزو خلکو د دغې پېښې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ لوړ ښودلی او همدرانګه د ټپیانو شمېر یې هم نژدې ۷۰ کسان ښودلي.

په دغه پېښه کې د قربانیانو د کورنیو غړي د اعتراض په ډول د هلمند ولایت لوبغالي کې را ټول شوي وو.

دوی د دغې پېښې د عاملینو د موندلو غوښتنه کوي او وايي، تر هغه به نه څه خوري او نه څه څښي تر څو د دغې پېښې عاملین په ګوته نه شي.

 په وژل شویو او ټپیانو کې ډیری ماشومان او ښځې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په وژل شویو او ټپیانو کې ډیری ماشومان او ښځې دي

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو او د ولایتي شورا ځینې استازو بي بي سي ته ویلي، ګومان کېږي، چې د هاوان دا مرمۍ دې، له وسله والو سره د ډزو پر مهال د افغان پوځ د سرتېرو لخوا توغول شوې وي.

دغه راز ویل کېږي، چې وسله والو طالبانو له هغه کلي پر افغان ځواکونو برید کړی په کوم کې چې د واده مراسم روان و.

چارواکي وايي، د پېښې ډېر ټپیان لښکر ګاه ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه دی چې په دا ورستیو کې د نا امنیو رپوټونه یې ډېر خپریږي.