هلمند کې موټربم ځانمرګی برید اوه ''ولسي وګړي'' وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې له چاودېدونکو توکو د ډکې شوې مازدا په مټ ځانمرګی برید شوی.
د هلمند مرستیال والي بي بي سي ته ویلي، په برید کې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژل شوي او د ۴۱ کسان ټپیان شوي، چې پولیس هم پکې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، برید د موټربم په مټ شوی دی.
برید په هغه سیمه کې شوی، چې د ولایت مېلمستون، د هلمند د امنیت د آمر او د ولایتي شورا د مشر کورونه پکې پراته دي.
په یاده کوڅه کې د 'سیکا' دفتر هم دی، چې د یوسایډي اړوند کېږي.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پر خپله ټویټر پاڼه د هلمند برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
دوی وايي، په برید کې یې د هلمند د والي دفتر ته سخت زیان اړولی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ، پر موټر سایکل ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې له چاودلو وړاندې شنډ کړل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
تېره ورځ، هم د لښکرګاه کې ځانمرګي برید لږترلږه دوه کسان وژلي وو او پنځه نور یې ټپیان کړي وو.
درې ورځې وړاندې، افغان امنیتي چارواکو په هلمند کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې د مشر د وژل کېدو اعلان وکړ.
ددغه چارواکي په وینا،<link type="page"><caption> حافظ وحیدي</caption><url href="www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2015/03/150316_hh_isis_leader_killed_afg" platform="highweb"/></link>، له لسو نورو کسانو سره په یوه توغندیز برید کې وژل شوی دی.
نژدې یوه میاشت وړاندې، د <link type="page"><caption> ملا عبدالرؤوف خادم</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2015/02/150209_hh-helmand-drone" platform="highweb"/></link> په نامه یو کس چې په افغانستان کې د داعش مرستیال معرفي شوی و، په ورته برید کې وژل شوی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service








