ترکیې ۱۹۰ افغان پولیسې روزلې دي

د عکس سرچینه، BBC World Service
شاوخوا ۲۰۰ افغان ښځینه پولیسې چې د روزنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې وې، له څلور میاشتنۍ روزنې وروسته افغانستان ته راستنې شوې. دا لومړی ځل دی چې ښځینه پولیسې له افغانستانه بهر مسلکي زده کړې کوي.
کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې لیکي، یوسلو نوي افغانې پیغلې چې د څلورو میاشتو مسلکي روزنې په موخه ترکیې ته لېږل شوې، له روزنې وروسته هېواد ته راستنې شوې.
د دغو روزل شو پیغلو له ډلې یوسلو دولس يې په پلازمینې کابل او پاتې نورې به په بیلابیلو ولایتونو کې په دندو وګومارلې شي.
ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۱۴ زیږدیز کال تر پایه، د ښځینه پولیسو شمېر پنځه زره کسانو ته ورسېږي، خو اوسمهال یې شمېر یوازې دوه زره شپږ سوه کسانو ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ښځو د برخې مشره حکمت شاهي وایې د ښځینو پولیسو د جذب لپاره یې ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي. نوموړې په بهر کې د ښځینه پولیسو زده کړې لویه لاسته راوړنه بولي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
اغلې حکمت شاهي وایي د روان لمریز کال په غویي میاشت کې به بیا هم د شپږ میاشتو روزنې لپاره له درې سوه ډېرې ښځینه پولیسې د روزنې په موخه ترکیې ته ولېږي.
په ټوله کې د افغان پولیسو شمیر له ۱۵۷ زرو کسانو ډیر دی چې څه کم دوه سلنه یې ښځینه پولیس جوړوي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ښځې د پولیسو له لیکو سره یوځای کېدو ته چندانې زړه نه ښه کوي او ځیني رپوټونه یې لامل د ښځینه پولیسو جنسي ځورونه بولي چې دغه کړنه هم ډېر ځله د لوړپوړو افسرانو له خوا ترسره کېږي.









