د افغان پولیسو یوازې یو ٪ ښځې دي

د اکسفام په نامه یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې راپور وايي، د افغانستان پولیسو کې تر یوې سلنې لږ ښځې دي، چې په دې سره د هرو لسو زرو افغان مېرمنو لپاره یوه ښځینه پولیسه فعالیت کوي.
کابل کې زموږ همکار هدایت الله همیم وايي، د اکسفام نړیوال سازمان په دېراپورکې د ښځینه پولیسو اړتیاوو ته په کتلو سره، د هغوی شمېر ډېر کم بلل شوی.
دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې له افغان مېرمنو سره د تاوتریخوالي د ډېرښت، وهلو ډبولو، اجباري ودونو، او ان جنسي تېري او د پت په نامه وژنو ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي.
تر ډېره د دا ډول پېښو په تړاو نارینه پولیسو ته د ټولنې د دود او ټولنیزو ستونزو له کبله مراجعه نه کېږي او یا هم پر هغوی باور نه لري.
بل خوا، د څارونکو په وینا، د راتلونکو خوندي ټاکنو لپاره د حکومت د وسله والو مخالفانو له لوري په ښځينه جامو کې د ځانمرګو برید کوونکو د مخنیوي او کشفولو لپاره د ښځينه پولیسو ډېرول اړین ګڼل کېږي.
د اکسفام ټولنې د پالیسۍ او عدالت غوښتنې د برخې مشر شریف عزیزي داسې وايي:
''د راپور موندنې ښيي، چې د افغانستان ملي پولیسو کې تر یو سلنې لږ ښځې دي. د ټول ټال یولک او اووه پنځوس زره افغان پولیسو لیکو کې یونیم زر یا پنځلس سوه او پنځوس یې ښځینه پولیس دي، چې دا رښتیا هم یوه ډېره کمه شمېره ده، بل خوا هېواد کې له ښځو سره د تاتریخوالي کچه ډېره لوړه ده، د ښځینه پولیسو په مټ عدالت او قضا ته د ښځو لاسرسی ډېر لږ دی. ان د نورستان او پنجشېر په څېر ځینو ولایتونو کې ښځینه پولیسې بیخي نه شته، کله چې ښځینه پولیسې نه وي، اړوندو ادارو ته د ښځو غږ رسېدل ستونزمن کار دی''.
خو بل پلو، د ځینو اړوندو چارواکو له خوا لږه لېوالتیا، پولیسو کې له ځینو جذب شویو سره د هغوی د نارینه پولیسو له خوا د یو ډول منفي کړو وړو ادعاوې، او د ښځینه پولیسو سمه ساتنه او خوندیتوب هغه ستر عوامل دي، چې ښځې د پولیسو له لیکو سره له یوځای کېدا لیرې ساتي.
اکسفام په دغه راپور له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ښځینه پولیسو د ډېرولو برخه کې غوښتنه کړې:

''د افغان حکومت او نړیوالو تمویلوونکو ترمنځ باید یوه قوي او همغږې ستراتیژي جوړه شي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د ۲۰۱۴ تر پایه د ښځینه پولیسو شمېر ۵۰۰۰ ته ورسوي، د کورنیو چارو وزارت باید د ښځینه پولیسو جذبولو کمپاین چټک کړي او هغوی ته خوندي کاري چاپېریال جوړ شي. ښځینه پولیسو ته د ظرفیت لوړولو او پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي''.
د افغانستان د مدني ټولنې استازو د ښځینه پولیسو ډېرښت برخه کې خپله همکاري اعلان کړه.
د ښځینه مهارتونو د پراختیايي مرکز مشره ماري اکرمي وايي:
''لاهم ښځینه پولیسې سم یونیفورم نه لري، د ملي پولیسو پرتله سم امکانات نه لري. دا ټول دې ته لاره هواروي، چې د پولیسو لیکو کې ښځینه پولیسې باید بیمه ولري. د پرمختګ امکانات ورته برابر شي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چوکاټ کې داسې یو نیټورک ورته جوړ شي، چې ښځینه پولیسې له یو بل سره نژدې خپل اندونه او ستونزې سره شریکې کړي او خپلې ستونزې د وزارت لوړپوړو چارواکو تر غوږونو ورسولی شي''.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جندر او بشري حقونو د برخې مشره حکمت شاهي رسولي د ښځینه پولیسو د شمېر لږوالی مني، خو وايي چې لامل یې د ښځو پر بې سوادۍ او ناخپلواکۍ پورې تړلي دي:
''بې سوادي لویه ستونزه ده، نور مسایل هم دي، چې د ښځو اړوند دي، لکه د پرېکړې نیولو کې د ښځو نا خپلواکي''.








