اشرف غني: د پردې تر شا سوله نه غواړو

ولسمشر غني د پوځي اکاډيمۍ نویو فارغو شویو اردو سرتېرو ته په خبرو کې وویل، په زابل کې د دیرشو هزاره توکمو برمته کېدل د افغانستان د ملي یووالي پر وړاندې دسیسه ده.

د عکس سرچینه، arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني د پوځي اکاډيمۍ نویو فارغو شویو اردو سرتېرو ته په خبرو کې وویل، په زابل کې د دیرشو هزاره توکمو برمته کېدل د افغانستان د ملي یووالي پر وړاندې دسیسه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې د خبرو په هکله به هېڅکله په پټه مشوره ونه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د پوځي اکاډیمۍ د اوم پړاو نویو فارغو شویو اردو سرتېرو ته وینا کوله، خبرې یې په دوه برخو سولې او د افغانستان د قومنو ترمنځ په ملي یووالي څرخېدې.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې وايي، ولسمشر غني له نویو فارغو شویو اردو سرتېرو او جنرلانو نه غوښتنه وکړه، چې د د دغې اکاډیمۍ زده کړې ډېرې د سولې په راوستو وکاروي نه په جګړو.

نوموړي وویل د افغانستان اوسمهالی حالت سولې ته اړتیا لري او د سولې په تړاو به هېڅکله مشوره ونه کړي:

د پردې تر شاه

"دا ټولنه د سولې لپاره ده، خو هغه سوله چې زموږ ارزښتونو او لاسته راوړنې وساتي. هغه سوله چې له ځواکه منځ ته راشي نه له بې ځواکۍ. هغه سوله چې ټولو ته ښکاره وي نه د پردې تر شا. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د ملي ارزښتونو پر سر له چا سره کوم جوړجاړی نه دی شوی او نه به هم وشي".

ولسمشر غني چې په خپلو خبرو کې بیا بیا د افغانستان د بېلابېلو قومونو د یووالي په باب خبرې کولې، وویل د دیرشو برمته شوو هزاره توکمو برمته کېدل د د افغانستان پر وړاندې یوه دسیسه وګڼله:

"زه غواړم په دې ځای کې اعلان وکړم هغه کسان چې په زابل کې برمته شوي، د ملي یووالي حکومت پر وړاندې یوه دسیسه ده. زه ویاړم ووایم پرېکړه مې وکړه چې د ځانګړې قوې ځواکونه عملیات وکړي او ۶۹ وسلوال مخالفین مو ووژل".

د افغانستان پوځي اکاډیمي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د نړیوالو په مرسته جوړه شوه چې تر دې دمه ترې شاوخوا دوه زره اردو سرتېري فارغ شوي دي.

د عکس سرچینه، arg

د عکس تشریح، د افغانستان پوځي اکاډیمي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د نړیوالو په مرسته جوړه شوه چې تر دې دمه ترې شاوخوا دوه زره اردو سرتېري فارغ شوي دي.

د افغانستان پوځي اکاډیمي هر کال ځوان سرتېري فارغوي. نن شاوخوا ۵۵۰ سرتېرو له څلور کلن پړاو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د افغانستان پوځي اکاډیمي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د نړیوالو په مرسته جوړه شوه چې تر دې دمه ترې شاوخوا دوه زره اردو سرتېري فارغ شوي دي.