ولسمشر غني د افغان عکاس د خوشي کولو امر کړی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغان عکاس نجیب الله مسافر د خوشي کولو فرمان صادر کړی.
د ښاغلي مسافر زوی وايي، د خپل پلار خوشي کولو فرمان یې ترلاسه کړی چې د اجرآتو طی کولو لپاره یې اوس قضايي ارګانونو ته مراجعه کړې ده.
د افغان ولسمشر ویاند اجمل عابدي ویلي، ښاغلي غني د خپل واک پربنسټ، د رسنیو او بشري حقونو د کمیسیون په غوښتنې د نجیب الله مسافر د "بښلو" امر صادر کړی.
هغه وویل، د ولسمشر ددغه فرمان پربنسټ، د هغه تبلیغاتي شرکت مشر، چې په دې قضیه کې دخیل و، هم خوشی شوی دی.
ښاغلی مسافر شاوخوا ۱۷ ورځې مخکې کابل کې د محکمې له خوا زنداني شوی و.
د ښاغلي مسافر قضیه اوو کلونو مخکې مودې ته رسېږي، هغه مهال چې په یوه دولتي جشن کې یې یو عکس اخیستی و.
نوموړي د نجونو یو انځور اخیستی، چې ورزشي څیزونه لېږدوي، او دغه انځور یې پر یوه تبلیغاتي شرکت پلورلی او شرکت په انځور کې "لاسوهنه کړې، د یوه مخابراتي شرکت نښان یې پرې لګولی او پخپلو تبلیغاتو کې یې ګټه ترې اخیستې ده".
ښاغلي توحيدي بي بي سي ته وویل: "جالبه دا ده هغه کسان محاکمه نه شول، چې د قانون خلاف یې په عکس کې لاسوهنه کړې ده، بلکې خبري عکاس یې قرباني شوی. موږ له ولسمشر نه د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوو".
دی وايي، دغه عکس د خپلو انځورونو د خرڅولو حق او واک درلود.
د ښاغلي مسافر لومړۍ محکمه اوه کاله مخکې جوړه شوې وه، چې د ښاغلي مسافر نژدې کسانو ویلي وو، له هغه نه شکایت کوونکو خپل شکایت بېرته اخیستی و، خ اوس دولت اوه کاله وروسته ښاغلی مسافر په غیاب کې په شپږو میاشتو بند محکوم کړی.
د افغانستان قضايي چارواکو د ښاغلي مسافر د بندي کېدو په اړه څه نه دي ویلي، او خبریالانو ته یې هم د هغه د بندي کولو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د لانجمن انځور کیسه

د عکس سرچینه، NAI
د بندي شوي عکاس زوی قیس نجیب وايي، پلار یې "د یاد انځور یوه نسخه خرڅه کړې، چې نجونې پکې د ورزش یو څیز لېږدوي، خو یوه تبلیغاتي شرکت دغه په دغه انځور کې ګوتې وهلې دي، او د یوه مخابراتي شرکت نښان یې پرې لګولی او پخپلو اعلانونو کې یې کارولی دی".
دی وايي، په هغه وخت کې دغه انځور هرځای چاپ شوی و، او د نجلۍ کورنۍ د عکس په خپرېدو نیوکه وکړه او محکمې ته یې شکایت وکړ، چې بیا وروسته تبلیغاتي شرکت او عکاس محکمې ته کش کړای شول.
بیا د کابل لومړۍ او استیناف محکمو عکاس نجیب الله مسافر لس زره افغانۍ جریمه کړ، چې د نجلۍ کورنۍ هم خپل "شکایت بېرته واخیست".
افغانستان د کاپي رایټ یا (چاپرښتې) قانون لري چې د ولسمشرۍ له خوا د یوه فرمان له لارې نافذ دی.








