اشرف غني: ښځې به د دولت ټولو برخو کې حضور ولري

کابل کې د مارچ د اتمې په پلمه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) وویل، د افغانستان په مهمو پرېکړو کې ښځې هم باید د تصمیم نیوونکو په چارو کې مهمه ونډه ولري.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، کابل کې د مارچ د اتمې په پلمه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) وویل، د افغانستان په مهمو پرېکړو کې ښځې هم باید د تصمیم نیوونکو په چارو کې مهمه ونډه ولري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ اتمې په پلمه د ښځو د همغږۍ نړیوالې ورځې لمانځلو پرمهال ژمنه وکړه، چې د ښځو د حقونو د برابرښت لپاره به اصلاحات راولي.

ښاغلي غني وویل، د ملي یووالي حکومت کې ښځې په ټولو سیاسي او ټولنیزو برخو کې حضور لري، خو دا مشارکت به د هغوی د اړتیاوو پربنسټ لا ډېر شي.

هغه وویل، افغان مېرمنو ته د ده د ادارې پیغام ښکاره دی، او ښځو ته ډاډ ورکوي چې په ادارو کې به د فرد په توګه ونډه ورکول کېږي، نه د اړیکو او واسطې په زور:

"په معاونیتونو، سفارتونو او ولایتونو کې به ښځې د معیارونو پر بنسټ حضور ولري".

ولسمشر دا هم وویل، چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د "مشرتابه انحصار له منځه یوسي".

ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ته په څرګندې نغوتې سره وویل، امر یې کړی چې په دې وزارت کې د شخصي اړیکو پربنسټ د ګومارل شویو کسانو لست چمتو کړي او ددې چارې مخه ونیوله شي.

اشرف غني ژمنه وکړه چې ښځو ته به د شرعي میراث تر لاسه کولو شرایط برابر کړي، او د همکارو اسلامي هېوادونو په مرستې، چې په سر کې یې متحده عربي امارات راځي، د ښځو د ښه مدیریت لپاره د مسلکي روزنو اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي غني وویل، ترکیې د ښځینه پوهنتون جوړولو ټټر وهلی، او بې وزلو ښځو ته به یو روغتون جوړوي، چې بهر ته یې د درملنې لپاره سفر او کار کولو ته اړې نه شي.

هغه وویل، د ښځو له حقونو دفاع کول د ټولو ادارو مسؤولیت دی.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي وو، افغان مېرمنې خپلو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي.

کابل کې د مارچ د اتمې په پلمه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) وویل، د افغانستان په مهمو پرېکړو کې ښځې هم باید د تصمیم نیوونکو په چارو کې مهمه ونډه ولري.

پر همدې مهال، د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي د ښځو پروړاندې د ستونزو په اړه له نوې ادارې وغوښتل چې په قضايي ارګان کې یوه ښځه، د ملي بودیجې په کمیټه کې یوه ښځه، او د مهمو پرېکړو کولو بنسټونو کې د وړتیا پربنسټ ښځې وګوماري.