کابل برېښنا، ډېره ځي لږ راځي

برېښنا شرکت وايي، له ۹ تخریب شویو پایو څخه ۶ یې بېرته رغول شوې چې د هوا د ښه والي په صورت کې به تر دوو اونیو پورې د کابل د برېښنا ستونزه حل شي.

د عکس سرچینه، DABS.AF

د عکس تشریح، برېښنا شرکت وايي، له ۹ تخریب شویو پایو څخه ۶ یې بېرته رغول شوې چې د هوا د ښه والي په صورت کې به تر دوو اونیو پورې د کابل د برېښنا ستونزه حل شي.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د برېښنا نشتوالي د ګڼو اوسېدونکو ژوند له خنډ سره مخامخ کړی دی. ددې ترڅنګ د برېښنا نشتوالي د فابریکو لرونکو، د خوړو خرڅلاو ځایونو او آن د ښار د نایانو عواید نیمايي ته راټیټ کړي دي.

خو "د افغانستان برېښنا شرکت" چې د افغانستان د برېښنا اداره کول پرغاړه لري، وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې به د پلازمېنې د برېښنا ستونزه حل شي.

کله چې سړی د کابل له هر واټ تېرېږي، د زیاترو هټیو مخې ته د جنراتورونو غږ اوري، او لوګی یې دې تر سپوږمو کېږي.

د کالیو خرڅولو دوکانونه، د هوايي شرکتونو ټیکټ خرڅلاو نمایندګۍ، رستورانتونه د خپل کار مخته بېولو لپاره له جنراتورونو ګټه اخلي؛ ځکه چې له تېرو نژدې درو اونیو راهیسې له دایمي برېښنا بې برخې دي.

د برېښنا نشتوالي هټیوال جنراتورونو چالانولو ته اړ کړي
د عکس تشریح، د برېښنا نشتوالي هټیوال جنراتورونو چالانولو ته اړ کړي

د کابل ښار د مېوې اوبو خرڅوونکی صدیق وايي: "برېښنا نشته، مجبور یم جنراتور چالان کړم. اوس عاید نژدې نیمايي ته راټیټ شوی؛ ځکه چې نیمايي عاید د جنراتور په تېلو لګېږي".

خو د کابل ټول ښاریان او کاروباریان د جنراتور چالانولو توان نه لري؛ په دې چې د یخچالونو چالان ساتلو لپاره جنراتور ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د ډېری خوراکه فروشیو یخچالونه د برېښنا د نشتوالي له کبله ګل دي، خو د چرګانو غوښې خرڅوونکو، کب پلورونکو، لبنیان او نورو خوراکي توکو خرڅلاو ځایونو کې هم ډېر کم له یخچالونو ګټه اخیستل کېږي.

کابل کې نژدې پنځه میلیونه وګړي اوسېږي، چې په ژمي کې نژدې پنځه سوه مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د برېښنا شرکت له ازبکستان نه په درې سوه مېګاواټه وارداتي برېښنا د ښاریانو ستونزې حلولې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، کابل کې نژدې پنځه میلیونه وګړي اوسېږي، چې په ژمي کې نژدې پنځه سوه مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د برېښنا شرکت له ازبکستان نه په درې سوه مېګاواټه وارداتي برېښنا د ښاریانو ستونزې حلولې.

د کابل ښار یو هټیوال محمد رسول وايي، ددې سربېره چې د برېښنا نشتوالي مو ژوند راګډوډ کړی، مالي زیان یې هم راته اړولی دی:

"له هغه راهیسې چې دایمي برېښنا پارچاو شوې ده، دوه سوه زره افغانۍ زیان مې کړی؛ ځکه چې زیاتره خوراکي توکي خراب شوي او د کار وخت مو کم شوی دی. وړاندې به مو د شپې تر ناوخته هټۍ پرانیستې وه او مشتریان مو ډېر وو، خو اوس د هوا په تیاره کېدو هټۍ بندوو".

د برېښنا نشتوالي د کابل پر زیاتره سوداګري لرونکو منفي اغېز کړی، چې آن د کابل ښار ګڼې سلمانۍ هم تړل شوې دي.

د یوې سلمانۍ څښتن حاجي معروف وايي: "زموږ ډېری مشتریان کله چې راشي او وګوري چې برېښنا نشته، بېرته ځي. زموږ زیاتره توکي برېښنايي دي، مثلاً د وېښتانو وچولو ماشین برقي دی، چې د جنراتور په برېښنا نه چالانېږي. دغه وضعیت زموږ پر عاید ډېر اغېز کړی دی".

خو کابل ښار کې د درمل تولیدونې د یوه شرکت څښتن محمد داود وايي، د برېښنا نشتوالي یې د فابریکې کار ګډوډ کړی دی:

"ټول کمپیوټرونه او ماشین آلات کار نه کوي. یو دوه ساعته برېښنا راځي او بس. په دې وضعیت کې کار نه کېږي".

خو د برېښنا شرکت چارواکي وايي، تازه یې ۸۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د کابل بېړنیو پایو له لارې رسولې ده، چې په وینا یې ژر به د سروبي، نغلو او ماهیپر بندونو کې ۱۶۰ مېګاواټه نوره برېښنا فعاله کړي، چې په وینا یې دا مهال ۲۶۰ مېګاواټه برېښنا کابل کې شته.

ددغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د برېښنا پرچاوي نژدې ۲۵ سلنه له منځه تللې ده: "موږ تېره شپه د کابل نژدې ۲۵ سلنې برخې ته برېښنا ورکړه، او ان شاء الله چې نوره به هم منظمه شي".

د توحیدي په وینا، دغه اندازه برېښنا هره ورځ دولتي ادارو، صنعتي پارکونو، او د شپې مهال په نوبتي ډول د کابل بېلابېلو سیمو ته وېشل کېږي.

ښاغلی توحیدي دا هم وايي، له ۹ تخریب شویو پایو څخه ۶ یې بېرته رغول شوې چې د هوا د ښه والي په صورت کې به تر دوو اونیو پورې د کابل د برېښنا ستونزه حل شي.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، تازه یې ۸۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د کابل بېړنیو پایو له لارې رسولې ده

د عکس سرچینه، BRISHNA

د عکس تشریح، د برېښنا شرکت چارواکي وايي، تازه یې ۸۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د کابل بېړنیو پایو له لارې رسولې ده

کابل کې نژدې پنځه میلیونه وګړي اوسېږي، چې په ژمي کې نژدې پنځه سوه مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د برېښنا شرکت له ازبکستان نه په درې سوه مېګاواټه وارداتي برېښنا د ښاریانو ستونزې حلولې.

دغه درې سوه مېګاواټه وارداتي برېښنا د هوايي مزیو په مټ له شمالي ولایتونو نه د سالنګ له لارې کابل ته غځول شوې ده.

له دغو پایو ځینې یې نژدې درې اونۍ مخکې په سالنګ سیمه کې د وروستیو سختو واورو ورېدو او واورې ښویېدو له کبله تخریب شوې چې کابل یې تورې تیارې ته پرېښود.