د سنګین جګړې کندهار او هلمند له برېښنا بې برخې کړي

- Author, مامون درانی
- دنده, کندهار
له تېرو لسو ورځو راهیسې په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو پیل شويو پوځي عملیاتو د کجکي برېښنا له فابریکې کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا لېږد درولی.
د لښکرګاه له دوه لارې بیا د سنګین تر شکرشيلي سیمي پورې چېرې چې افغان پوځیان او وسله وال په درنه جګړه بوخت دي، د جګړې له کبله د برېښنا څلور پایې نړېدلې او تر لسو زیاتو برخو کې د برېښنا مزي شکېدلي دي.
د برېښنا دغه مزي د کجکي د برېښنا د تولید له فابریکي کندهار او لښکرګاه ته برېښنا رسوي.
په سیمه کې روانې درنې جګړي او ځمکنيو ماینونو د برېښنا شرکت کارکوونکو پر وړاندې ستر خنډ جوړ کړی.
بل خوا، له تېرو څو میاشتو راهیسې له مرکز کابل د کندهار برېښنا شرکت ته د جنراتورونو لپاره ډیزل هم نه دي ورکول شوي.
له دې سره په کندهار ښار کې نه یوازې د خلکو اقتصاد اغېزمن شوی، بلکې د ژوند چارې یې هم له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د کندهار د برېښنا شرکت چارواکي وایي، تر هغو چې سیمه کې جګړه نه وي درېدلې، د مزو رغول ګرانه خبره ده.
که څه هم وړاندې په کندهار کې ۵۰ سلنه برېښنا د امریکا د پوځیانو له خوا د جنراتورونو په مټ برابرېدله، خو د ۲۰۱۵ کال له پیله دغه برېښنا هم په ټپه درېدلې ده.
د کندهار د برېښنا لپاره په تیرو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګول شوي چې دغه پیسې یوازې د بریښنا د تولید پر لنډ مهاله پروژو لګول شوې.








