پنجشیر او بدخشان کې واورې ښویېدو د ۲۰۰ کسانو ژوند اخیستی

د عکس سرچینه،
د افغانستان په پنجشير او بدخشان ولایتونو کې د واورې ښویېدو له کبله نژدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي او په لسګونو نور د واورې لاندې ورک دي.
چارواکي وايي د ژغورنې عملیات يې پیل کړي خو د واورې د کچې لوړوالی دغه چاره ننګوي.
د افغانستان د حکومت له لوري د مرستندویه ډلې د همغږۍ مشر ویس برمک بي بي سي ته وویل، ځینو افغان چارواکو هم له نژدې نه د وضعیت د لیدو لپاره سفر کړی.
پر همدې مهال، د افغانستان د سرې میاشتې مشرې فاطمې ګیلاني بي بي سي ته ویلي، لومړنۍ مرستې او خواړه یې د پنجشیر اغېزمنو شویو ته رسولي دي.
بدخشان
پر همدې مهال، د بدخشان مایمای ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله لږترلږه ۱۸ کسانو ساه ورکړې ده. د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن بي بي سي ته وویل، په دې لیرې غرنۍ سیمه کې ۱۱ کورونه د واورې ښویېدو له کبله ویجاړ شوي.
د دوی په خبره د ایسارو کسانو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نه شته. په یاد ولایت کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.
د پنجشیر سرپرست والي عبدالرحمن کبیري له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې، چې د یاد ولایت بېلو ولسوالیو کې د واورو ښوېدو له کبله ۹۰ کسان مړه شوي دي. د نوموړي په خبره د دوی معلومات ښيي، چې لا هم نژدې ۳۰ کسان تر واورو لاندې ایسار پاتې دي، چې وايي د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نه شته.


د عکس سرچینه، EPA
دوې ورځې مخکې په سیمه کې د واورې اورښت پیل شو او اوس چارواکي وايي یو متر او دوو سانتیو ته یې د ځمکې پر مخ کچه رسېدلې ده.
د ښاغلي کبیري په خبره په تېرو لسو کلونو کې د دومره درنې واروې اورښت په سیمه کې بې ساري دی.
چې وايي له کبله یې د سیمې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شوي دي. د نوموړي په وینا بېړنیز حالت یې اعلان کړی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي وویل، چې تر واورو لاندې ایسارو کسانو د ژغورنې لپاره یې امکانات او وسایل لږ دي او له همدې کبله یې له مرکزي حکومته د مرستو غوښتنه وکړه.
دا وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د واورو ښوېدو له کبله د سر زیان اوښتی دی.
درې ورځې مخکې په بدخشان ولایت کې د واورو ښوېدو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي وو. په سالنګ سیمه کې د درنو واورو اورېدو له کبله د افغانستان ډېرو سیمو کې د برېښنا پرچاوي هم دوام لري.








