غزني: ترافیکي پېښه کې اووه کسان وژل شوی دي

د عکس سرچینه، Reuters
غزني کې چارواکي وايي د کابل کندهار لویې لارې اوږدو کې د سراچه ډوله او بس ګاډو تر منځ ټکر شوی، چې پایله کې یې اووه کسان وژل شوي.
پېښه د جمعې په ورځ ګهیځ مهال شاوخوا لس بجې رامنځته شوه.
د غزني امنیت امر اسدالله انصافي وايي پېښه کې دوې ښځې یو سړی او څلور ماشومان وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو مړي د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پېښه د ده عزیز کلا په سیمه کې شوې او ځايي چارواکي وايي له کچې ډېر سرعت او د سړک وران ویجاړ حالت د دغې پېښې لامل دي.
د سراچې چلوونکی هم پېښه کې ټپي شوی دی، خو چارواکي وايي د بس ګاډي چلوونکی یې نیولی دی.
دغزني ګیلان ولسوالۍ کې هم له دې یوه اونۍ مخکې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی و او دوه نور ټپیان وو.
د کابل کندهار لویې لارې په اوږدو کې اکثر خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې له کبله یې د سر دروند زیان اوړي.
افغانستان په نړۍ کې پنځه هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.
د یوې مخکینۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرې له مخې، په یاد کال کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې وه.








