زابل کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي

د عکس سرچینه،
په زابل کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي په ډزو وژلي او برید کوونکی بیا د پولیسو له خوا وژل شوی دی.
دغه پېښه د جمعې په ورځ سهار ۳ بجې د زابل مرکز کلات کې رامنځته شوې ده.
د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي، برید کوونکی احسان الله نومیږي چې دده په خبره په نشه یي توکو روږدی کس و.
ښاغلی فراهي وایي، په وژل شوو کې د احسان الله دوه وروڼه، د هغوی مېرمنې او ورېرونه دي.
د پولیس دغه مشر وایي، خپله احسان وروسته له هغه چې د خپلې کورنۍ غړي یې ووژل، له کوره پښې سپکې کړي چې وروسته د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوی.
چارواکي وایي، لاهم ددغه برید انګیزه نه ده په ډاګه.
خو د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي، برید کوونکی په نشه یې توکو روږدې کس و او څو ورځې مخکې له زندانه خوشی شوی و.




