وردګو کې ترافیکي پې‍ښې د ۶ کسانو ژوند اخیستی

د ځینو شمېرو له مخې،‌ یوازې په ۲۰۱۳ کال کابل کې تر پنځو زرو ډېرې ترافیکي پې‍ښې شوې،‌ چې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړی او نژدې پنځه زره نور ټپیان شوي.‌

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ځینو شمېرو له مخې،‌ یوازې په ۲۰۱۳ کال کابل کې تر پنځو زرو ډېرې ترافیکي پې‍ښې شوې،‌ چې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړی او نژدې پنځه زره نور ټپیان شوي.‌

د میدان وردګو چک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان وژل شوي.‌

ددغه ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، پېښه د تېرې دوشنبې ورځې په ماښام د چک ولسوالۍ برېښنا بند ته څېرمه د غني خېلو په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه،‌ چې د چک برېښنا بن د لویې ویالې له پله نه کرولا ډوله موټر لویې ویالې ته ولوېد.‌

په وژل شویو کې د یوې مېرمنې په ګډون پنځه کسان د چک ولسوالۍ او یو یې د سید آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی.‌

د سپرلۍ دغه موټر له کابله چک ولسوالۍ ته روان وو.

د پېښې قربانیان له اوبو ډکې ویالې څخه رایستل شوي.‌

تر اوسه څرګنده نه ده چې د پې‍ښې لامل څه و.‌

د ځینو شمېرو له مخې،‌ یوازې په ۲۰۱۳ کال کابل کې تر پنځو زرو ډېرې ترافیکي پې‍ښې شوې،‌ چې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړی او نژدې پنځه زره نور ټپیان شوي.‌

بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د نشه يي توکو کارول ددې خونړیو پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د موټرو د تګ راتګ اکثره لارې یې معیاري نه دي او ترافیکي قوانین په کې نه مراعاتېږي.

د افغانستان د ترافیکو د لوی ریاست د پېښو د څانګې مشر عبداللطیف خیر خواه مخکې ویلي وو،‌ هر کال زرګونه کسانو ته د ترافیکي پېښو له کبله مرګ ژوبله اوړي.

افغانستان په نړۍ کې پنځه هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.

د یوې مخکینۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرې له مخې، په یاد کال کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې وه.‌