هرات کې ترافیکي پېښې د ۱۹ کسانو ژوند اخیستی

په وژل شویو کې شپږ ماشومان او درې ښځې دي. (عکس د فرهاد تمنا دی)

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په وژل شویو کې شپږ ماشومان او درې ښځې دي. (عکس د فرهاد تمنا دی)

د هرات پولیسو وايي اسلام کلا کې ترافیکي پېښې لږترلږه د ۱۹ افغانانو ژوند اخیستی دی او اووه نور ټپیان دي.

د پولیسو ویاند عبدالرؤف احمدي وايي، پېښه هغه مهال وشوه، چې یو مساپر وړونکی موټر له اسلام کلا نه د هرات ښار ته روان وو او له یوه ټیلر سره د یکشنبې پر ګهیځ (وږی ۹) ټکر شو.

نوموړي د پېښې اصلي لامل د چلوونکو بې پامي او د موټرو تیزوالی ښودلی.

د هرات د پولیسو ویاند ویلي، په وژل شویو کې شپږ ماشومان او درې ښځې دي.

خو د هرات د ملکي روغتون ویاند رفیق شیرزي هرات کې د بي بي سي محمد قاضي زاده ته ته وویل، پېښه د یکشنبې پر ګهیځ (اته بجې) هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو مساپر وړونکی فلانکوچ، چې له اسلام کلا نه هرات ته روان و، له یوه ټیلر سره وجنګېد.

نوموړی وايي، دغه ترافیکي پېښه د اسلام کلا په مسلخ سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

د هرات ښار- اسلام کلا ترمنځ سړک څو کاله وړاندې د ایران له خوا جوړ شوی، که څه هم لویه لاره ګڼل کېږي، خو له دواړو خواوو پر یوه کرښه موټر تګ – راتګ کوي.

دغه سړک هرات ښار له اسلام کلا سره نښلوي.

د ترافیکي ګڼې ګوڼې له کبله پر دې لاره مخکې هم خونړۍ پېښې شوې وې، ځکه چې د کوچنیو موټرو سربېره، ترانزیتي بار وړونکي موټر هم پرې تګ راتګ کوي.

له ۲۰۱۰ کال راهیسې په هرات کې چارواکو د <link type="page"><caption> ترافیکي پېښو په کچه کې د زیاتوالي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/05/100510_hh-herat-accidents.shtml" platform="highweb"/></link> د راتلو له کبله اندېښنه ښوولې وه.

په ۱۳۸۸ کال افغانستان کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.
د عکس تشریح، په ۱۳۸۸ کال افغانستان کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.

کارپوهان وایي دولت باید د معیاري سړکونو د جوړولو، په لویو لارو د ترافیکي وضعیت د کنټرول په موخه د اړینو امکاناتو برابرولو او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره جدي اقدمات وکړي.

د بي بي سي د ۲۰۱۱ کال د یوې څېړنې له مخې، د رسمي شمېرو پربنسټ په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله په ترافیکي پېښو کې تر ۱۳۰۰ <link type="page"><caption> ډېر کسان وژل شوي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/05/110516_hh-traffice-incidents.shtml" platform="highweb"/></link>.

د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیي چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.

په ۱۳۸۸ کال افغانستان کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.