د افغان کابینې نوماند وزیر د انټرپول په لست کې

محمد یعقوب حیدري

د عکس سرچینه، INTERPOL

د عکس تشریح، ښاغلي حیدري منلې ده، چې نوم یې د انټرپول په لست کې راغلی، خو ځان د سیاسي دسیسې قرباني بولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، د کابینې د هغه یوه وزیر په اړه څېړنه کوي، چې نوم یې د نړیوالو پولیسو (انټرپول) په لست کې راغلی دی.‌

د افغان ولسمشر له لوري د کرنې او مالدارۍ وزارت ته کاندید وزیر محمد یعقوب حیدري وړاندیز شوی، چې د انټرپول په وینا، په ۲۰۰۳ کال کې دغه کس د استونیا له لوري له مالیې د تېښتې په تور دوی تري تم شوی، چې اوس یې انټرپول په لټه کې دي.

د ولسمشرۍ دفتر ویاند د ښاغلي حیدري د حقوقي ستونزې په اړه بې خبري وښودهو خو وویل چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

ښاغلي حیدري منلې ده، چې نوم یې د انټرپول په لست کې راغلی، خو ځان د سیاسي دسیسې قرباني بولي.

دغه وړاندیز شوی وزیر په افغانستان کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي‌''کله چې د اقتصاد او سیاست نړۍ ته ورننوځئ، دا ډول پېښې پکې راځي.''

د ښاغلي حیدري په وینا، د مالیې نه ادا کولو پېښې شته، خو په وینا یې پر ده پورې اړه نه لري، بلکې پر هغه کس پورې تړاو لري چې یو شرکت یې ثبت کړی و او په استونیا کې یې ډېر څه پېرلي وو.‌

د ښاغلي حیدري نوم له څو کلونو راهیسې د انټرپول پولیسو په لست کې و،‌ خو اوس په افغانستان کې دا موضوع په پراخ ډول خپره شوې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې تر مراسمو څه باندې درې میاشتې وروسته د وړاندیز شویو وزیرانو نومونه اعلان کړل، چې د روانې اونۍ په سې شنبې ورځې به یې پارلمان ته هم وروپېژني.