ولسمشر غني کابینه اعلان کړه

د عکس سرچینه، AFP
د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو درې مياشتې وروسته ولسي جرگې ته ٢٥ وزيرانو، د ملي امنيت او مرکزي بانک ريسان وپېژندل.
د ولسمشرۍ د دفتر ريس عبدالسلام رحيمي دا کسان ولسي جرگې ته معرفي کړل.
په نوې کابينه کې درې مېرمنې شاملې دي.
له ژمنو سره سم ټول کسان نوي دي او د ولسمشر کرزي په کابينو کې نه و.
له زياتې مودې ښاغلی اشرف غني د ولسي جرګې له خوا تر فشار لاندې و، چې کابينه ژر تر ژره کابينه اعلان کړي.

د عکس سرچینه،
د دفاع د وزارت لپاره جنرال شير محمد کريمي نومول شوى چې تر اوسه د پوځ لوى درستيز و.
د کورنيو چارو وزارت لپاره پخوانى پوځي جنرال نورالحق علومى دى چې د کندهار په استازيتوب د ولسي جرگې غړى و.
د سولې د عالي شورا ريس صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو وزير او احمد سير مهجور د عدليې وزير نومول شوي دي.

د عکس سرچینه، bbc
د ماليې وزارت غلام جيلاني پوپل ته ورکړل شوى دى.
د ښوونې او روزونې وزارت ته گل زلمى يونسي، د ښځو د چارو وزارت ته نجيبه ايوبي او د فوايد عامې وزارت ته عباس بصير نومول شوي دي.
فيروز الدين فيروز د روغتيا وزير ، يعقوب حيدري د کرهڼې او اوبه خور، داود شاه صبا د معادن او برنا کريمي د مخابراتو وزير نومول شوي دي.
نصير احمد درانى د کليو د پراختيا لپاره، خاطره افغان د لوړو زده کړو او محمود صيقل د اوبو او انرژۍ وزير نومول شوي دي.

د عکس سرچینه،
سادات نادري د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو وزير معرفي شوى دى.
سيد حسن عالمي بلخي د کډوالو، فيض محمد عثماني د حج او اوقافو، فيض الله کاکړ له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت ته ياد شوي دي.
آى سلطان خيري د اطلاعاتو او کلتور، قمرالدين شينوارى د سرحداتو او قبايلو، سردار محمد رحمان اوغلي د اقتصاد او سردار محمد رحيمي د تجارت او صنايعو وزارتونو ته معرفي شوي دي.
فيض الله ذکي د ترانسپورت، شاه زمان ميوندى د ښاري پراختيا وزيرانو په توگه پېژندل شوي دي.
رحمت الله نبيل د ملي امنيت اوخليل صديق د ملي بانک د ريسانو په توگه معرفي شوي دي.








