غني: له هېواده د امريکايي عسکرو وتلو مهالوېش بدلېدى شي

د عکس سرچینه، EPA
افغان ولسمشر اشرف غني ويلي دي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش کېداى شي له سره غور وشي.
د امريکا له سي بي ايس ټلويزيون سره په مرکه کې ښاغلي غني وويل دغو ضرب الاجلونو د خلکو ذهنونه ورټول کړي دي ،خو دا بايد بدلون نه موندونکي نه وي.
افغان امنيتي ځواکونو په داسې حال کې هېواد کې امنيتي مسووليتونوته اوږه ورکړې چې وروستيو کې په دې هېواد کې تاوتريخوالى ډېر شوى دى.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال له سره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرمهالوېش د غور خبره کړې ده چې په وروستيو کې په دې هېواد کې تاوتريخوالي ډېر شوي دي.
همدې کوردننه او بهرد دې هېواد دراتلونکي امنيت په تړاو اندېښنې ډېرې کړي دي.
له سي بي ايس سره په مرکه کې ښاغلي غني ښايي همدې اندېښنو ته په ځواب کې دا خبره کړې وي چې کېداى شي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش بدل شي.
د امريکايي ځواکونو او ناټو ځواکونو په وتلو سره افغانستان کې يوازې ١٣٠٠٠ بهرني عسکرپاتې کېږي چې ډېرى به يې امريکايي پوځيان وي. دوى به افغان ځواکونو ته روزنه اوسلا مشورې ورکوي.
ولسمشر اوباما دارنگه ژمنه کړې ده چې د ٢٠١٦ کال په پاى کې به خپل پاتې عسکر هم له دې هېواده وباسي.
په داسې حال کې چې د نوي زېږدېز کال په درشل کې په افغانستان کې د امريکايي اوناټو ځواکونو جگړييز ماموريت پاى ته ورسېد او امنيتي مسووليتونه د افغان امنيتي ځواکونو پراوږو ولوېد يو شمېر خلک د امنيت په ساتلو کې د دغوځواکونو پروړتيا شک لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
که څه هم چې د افغان ځواکونو شمېر اوس نژدې درې نيم سوه زرو ته رسېږي ، خو ځني وايي دغه ځواکونه اړينې وسلې او جگړييز تخنيک اوهوايي ځواک نه لرې چې د اوسني وخت د جگړو اړتياوې پوره کړې .
خو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان کمپ بيل بيا د افغان ځواکونو په اړه بشپړ توپيري نظر لري.
جنرال کمپ بيل له سي بي ايس ټلويزيون سره په خبرو کې وويل افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې پرېنږدي چې افغانستان کې دې دعراق حالات تکرار شي. د داعش په نامه اورپکې ډلې په عراق کې سر پورته کړ او د دې هيواد پراخه خاوره يې ونيوله.

د عکس سرچینه، BBC World Service








