طالبانو څلور روغتیايي کارکوونکي خوشي کړل

د اروزګان چارواکي وایې، د افغانستان د روغتیايي او پرمختیايي خدماتو د مؤسسي اړوند څلور تنه روغتیایي کارکوونکي وسلوالو طالبانو بېرته خوشي کړي دي.
تیره اوونۍ د روغتیایي کارکونکي دغه ګرځنده ډلې غوښتل د خاص اروزګان ولسوالۍ د عاشیر کلي اوسېدونکو ته روغتیایي اسانتیاوې ورسوي، چې د لارې په اوږدو کې د وسلوالو له خوا وتښتول شول.
د اروزګان د ولایتي ادارې ویاند دوست محمد نایاب وایي، دغه کسان د سیمې د قومي مشرانو په منځګړیتوب وسلوالو خوشي کړي دي.
ښاغلي نایاب وایې چې وسلوالو منځګړو قومي مشرانو ته ویلي چي دغه کارکونکي یې د یوه ناسم راپور له مخې نیولي ول.
تر دې دمه وسلوالو د (AHDS) مؤسسې اړوندو روغتیایي کارکوونکو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د تېر ۲۰۱۴ کال په وروستۍ ورځ (دسمبر ۳۱) د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان حاجي طالب ساتونکي خپل پنځه ملګري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو.
برید کوونکي تر برید وروسته پښې سپکې کړې وې.
د اروزګان د ولایتي ادارې ویاند دوست محمد نایاب وایي، برید کوونکی د شهید حساس ولسوالۍ د سهراب سیمې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان حاجي طالب د کور ساتونکی و.
د هلمند چاودنه
بل خوا، په سوېلي هلمند ولایت کې د سړک غاړې ماین په یوه چاودنه کې د یوه خصوصي (غزیزي بانک) څلور کارکونکي وژل شوي.
دغه پېښه د تېرې (جمعې) په ماځیګر شاوخوا پنځه بجې د مرکز لښکرګاه بولان سیمه کي رامنځته شوې ده.
د هلمند د پولیسو ویاند فرید احمد عبید وایي، دغه کسان د بولان سیمې ته په مېله تللي وو، چې د بېرته راتګ پرمهال یې موټر پر یوه ښخ شوي ماین ختلی.
ښاغلي عبید وایي، په وژل شوو کې درې تنه د عزیزي بانک کارکوونکي او یو بل د عامه ساتنې د رنجر قطعې پولیس دی.
ځمکني ماینونه تر ډېره د وسلوالو طالبانو له خوا افغان امنیتي ځواکونو ته د لارو پر سر اېښودل کېږي، خو ډېر کله ددغه ډول چاودونو قربانیان ولسي وګړي دي.








