اروزګان کې یوه ساتونکي خپل پنځه ملګری وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان حاجي طالب ساتونکي خپل پنځه ملګري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
برید کوونکي تر برید وروسته پښې سپکې کړې دي.
د اروزګان د ولایتي ادارې ویاند دوست محمد نایاب وایي، برید کوونکی د شهید حساس ولسوالۍ د سهراب سیمې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان حاجي طالب د کور ساتونکی و.
ښاغلي نایاب وایي، په برید کې پنځه تنه پولیس وژل شوي او درې تنه چې د حاجي طالب ورور، وراره او خوری پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي برید کوونکی د کندهار اوسېدونکی دی، چې له برید وروسته یې پښې سپکې کړې دي.
تردې دمه روښانه نه ده چې د دوی ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې او که د وسلوالو طالبانو نفوذي کس و.
خو وړاندې په اروزګان ولایت کې ورته پېښې د وسلوالو د نفوذي کسانو له خوا رامنځته شوې دي.
وسلوال طالبان بیا ادعا کوي چي ددوې درو تنو ملګرو د حاجي طالب په نوم د سیمه یییز پولیسو د قومندان پر مرکز برید کړی او پنځه تنه یې وژلي دي.
تېره ورځ د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، وسله والو طالبانو د افغانستان د روغتیایي او پرمختیایي خدمتونو د موسسې اړوند ۴ تنه روغتیایي کارکونکي تښتولي دي.
چارواکي وایي، چې د روغتیایي کارکونکو دغې ګرځنده ډلې غوښتل د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د عاشیر کلي اوسېدونکو ته روغتیایي اسانتیاوې چمتوي کړي، چې وايي د لارې په اوږدو کې د وسله والو له خوا نیول شوي او نا څرګند لور ته یې بیولي دي.
تېره ورځ د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ماین په <link type="page"><caption> چاودنه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/12/141230_ma_afghanistan_ghazni_5_dead_in_blast" platform="highweb"/></link> کې د سیمه يیزو پولیسو ځايي قوماندان فضل الله له خپلو څلور ساتونکو سره یوځای وژل شوی او یو بل تن یی هم ټپي شوی دی.
د افغان پوځ بمبار
بل خوا، په سوېلي ولایت هلمند کې د افغان پوځ په یوه هوایي برید کي لږ ترلږه ۸ تنه وسلوال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.
په دغه ولایت کي د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چې دغه برید تېره ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې شوی.
په خبرپاڼه کي راغلي، په وژل شوو کې درې یې د وسلوالو طالبانو سیمه ییز قومندانان دي.
سنګین د هلمند یوه نارامه ولسوالي ده چې په تېرو څو میاشتو کې هلته د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ څو ځله نښتې رامنځته شوې دي.
تردې دمه وسلوالو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.








