د وردګو ځوانان ژمنه شوی پوهنتون ژر جوړېدل غواړي

سږ کال د کابل ولایت له څلورو دولتي پوهنتونو څخه ۱۱۵ وردګ زده کوونکي فارغ شول.
د عکس تشریح، سږ کال د کابل ولایت له څلورو دولتي پوهنتونو څخه ۱۱۵ وردګ زده کوونکي فارغ شول.
    • Author, کریم حیدري
    • دنده, بي بي سي

د وردګو ولایت زرګونو ځوانانو په دغه ولایت کې د پوهنتون د ودانۍ د نه جوړېدو له کبله پر دولت نیوکه وکړه.

دغو ځوانانو چې د کابل له دولتي پوهنتونونو څخه د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی وو، وویل په وردګو کې د پوهنتون د نوې ودانۍ جوړېدل مخکې د دولت له خوا منظور شوي، خو دولت یې اوس د جوړېدو چاره ځنډوي.

په داسې حال کې چې د سیمې ځینو سوداګرو د نوموړي پوهنتون جوړولو له جوړولو سره تر نژدې یونیم سل زرو ډالرو مالي مرسته هم کړې ده.

په کابل کې د وردګو ولایت د پوهنتون فارغینو په غونډه کې شاوخوا درو زرو کسانو ګډون کړی و.

سږ کال د کابل ولایت له څلورو دولتي پوهنتونو څخه ۱۱۵ وردګ زده کوونکي فارغ شول.

دا شمېر د نورو کلو په پرتله ډېر لږ ښودل کېږي. ځینې د دې لامل خپله په وردګو کې د پوهنتون نشتوالی او د کانکور په آزموینو کې له دوی سره د لوړو زده کړو د وزارت زیاتی بولي. د بېلګې په توګه، تېر کال ۸۸ سلنه زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې بریالي شول.

پوهاند غوث حکیمي چې د کابل د پولیتخنیک استاد دی په لوړو زده کړو کې د فساد شتون بې ساری بولي.
د عکس تشریح، پوهاند غوث حکیمي چې د کابل د پولیتخنیک استاد دی په لوړو زده کړو کې د فساد شتون بې ساری بولي.

خو د لوړو زده کړو وزارت ۵۰ سلنه زده کوونکي لوړو زده کړو ته ومنل او ۳۸ سلنه نور زده کوونکي نیمه لوړو زده کړو ته وړاندې شول.

ښایي د نوموړي وزارت دا چلند په دولتي پوهنتونو کې د جذبولو محدویت څرګند کړي.

پوهاند غوث حکیمي چې د کابل د پولیتخنیک استاد دی په لوړو زده کړو کې د فساد شتون بې ساری بولي.

نوموړی وایي "زه ۴۳ کېږي چې زده کوونکي روزم، خو په دې کچه فساد ما په هېڅ رژیم کې نه دی لیدلی."

د وردګو پوهنتون ته یوازې د کرنې پوهنځي څانګه منظوره شوې که څه هم د فعالینو غوښتنه دا وه چې د نورو نویو پوهنتونو په شان باید لږترلږه څلور پوهنځي منظور شوي وای.
د عکس تشریح، د وردګو پوهنتون ته یوازې د کرنې پوهنځي څانګه منظوره شوې که څه هم د فعالینو غوښتنه دا وه چې د نورو نویو پوهنتونو په شان باید لږترلږه څلور پوهنځي منظور شوي وای.

پوهاند حکیمي زیاته کړه چې خلک په واسطو او رشوت مهمو پوهنځیو ته لار مومي، او وروسته استادان ورسره په جنجال اخته کېږي.

د وردګو پوهنتون ته یوازې د کرنې پوهنځي څانګه منظوره شوې که څه هم د فعالینو غوښتنه دا وه چې د نورو نویو پوهنتونو په شان باید لږترلږه څلور پوهنځي منظور شوي وای.

د دې ټولو سره سره عبدالرحمن عثماني د وردګو ولایت د جوړېدونکي پوهنتون لپاره ټاکل شوی سرپرست مشر وایي چې د دې ولایت د نوي پوهنتون لپاره د تشکیلاتو د جوړېدو په برخه کې پرمختګ شوی:

''د ودانۍ په برخه کې هېڅ پرمختګ نه و شوی، خو موږ خپله ټوله هڅه وکړه، چې د وردګو پوهنتون ته باید پام وشي، او د کال لپاره به سل محصلین ورته جذب شي.''

میرا حقمل
د عکس تشریح، مېرمن حمیرا حقمل وايي وردګو ولایت کې خصوصي پوهنتون هم لا له وړاندې فعاله شوی خو په وینا یې خلک دومره بې وزله دي چې د لګښت د ورکولو توان یې نه لري.

د وردګو ولایت د فارغینو د شمېر کموالی داسې ښکاري چې نور لاملونه هم لري د پوهنتون یوه ښوونکې حمیرا حقمل:

''په وردګو ولایت کې د تعلیم او تربیې اوسنی وضعیت د قناعت وړ نه دی، ان له بده مرغه زموږ په ځینو ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې پرځای د تاوتریخوالي، قتل او یا غارت درسونه ورکول کېږي، زده کوونکو ته دا ښودل کېږي، چې څرنګه بمونه جوړ کړي او څرنګه لارو کې ماینونه خښ کړي.''

مېرمن حقمل زیاتوي چې په وردګو ولایت کې خصوصی پوهنتون هم لا له وړاندې فعاله شوی خو په وینا یې خلک دومره بې وزله دي چې د لګښت د ورکولو توان یې نه لري.

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې پوهنتون او یا د لوړو زدکړو موسسې شتون لري.

یوازې په نورستان، زابل او وردګو کې لا هم د لوړو زړده کړو امکانات نه دي برابر شوي.

عبدالرحمن عثماني
د عکس تشریح، عبدالرحمن عثماني د وردګو ولایت د جوړېدونکي پوهنتون لپاره ټاکل شوی سرپرست مشر وایي چې د دې ولایت د نوي پوهنتون لپاره د تشکیلاتو د جوړېدو په برخه کې پرمختګ شوی

که څه هم د وردګو ولایت د نفوس سلیزې له مخې په معارف کې شتون د نورو ولایتونو څخه اوچت دی:

''په واقعیت سره د کندهار پوهنتون شپیته سلنه استادان وردګ دي.''

وړاندې، د ميدان وردګو د سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي وياند عطاء الله خوږياڼي بي بي سي ته ویلي وو، ''دغه پوهنتون چې ۲۰۰۰ جريبه ځمکه ورته بېله شوې ده د ولسمشر د لارښوونې له مخې د ودانۍ د جوړېدو چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي''.

دغه پوهنتون د کابل ـ کندهار د لويې لارې پر سر د سيداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې په سیمه کې جوړېږي.

ميدان وردګ د لوګر په څېر له کابل سره ګډه پوله لري او ډېر کله ترې د ناکراريو راپورونه ورکول کېږي.

د وردګو پوهنتون د بنسټ ډبره ددغه ولایت په ټوپ دښته کې پر ۲۰۰۰ جريبه ځمکه کېښودل شوه.
د عکس تشریح، د وردګو پوهنتون د بنسټ ډبره ددغه ولایت په ټوپ دښته کې پر ۲۰۰۰ جريبه ځمکه کېښودل شوه.

وردګ ولايت د كابل په لوېديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده.

دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى.

‎وردګ ولايت اوس مهال اته ولسوالۍ لري (سيد آباد، جغتو، چک، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بهسود مركز او بهسود لومړۍ حصه).

په ميدان وردګو کې ٤٥٠ ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١نجونې دي.

ددغه ولايت ٢٣١ ښوونځي ودانۍ نه لري، چې د پوهنې وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ده.