ننګرهار: د طالبانو د ګواښ له امله ۲۸ ښوونځي تړل شوي

د عکس سرچینه، epa
د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت د ده بالا په ولسوالۍ کې د حکومت وسلوالو مخالفينو ښوونکو ته ګواښ کړی چې ښوونځيو ته ولاړ نه شي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي تاييدوي، چې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د ۲۸ ښوونځيو دروازې تړلي چې له امله يې نژدې ۲۰۰۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
د دغه رياست وياند اصف شېرزاد تاييدوي چې له تېرو دريو ورځو راهيسې د ده بالا ولسوالۍ د يو شمېر کليو ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ کېږي چې ښوونځيو ته ولاړ نه شي.
ښاغلی شېرزاد وايي ارزونې ښيي، چې طالبان د دغو ګواښونو د لرې کېدو په بدل کې له ځايي چارواکو غوښتي، چې د دغې ولسوالۍ يو شمېر امنيتي مسوولين بدل کړي، د دوی ځيني زنداني شوي ملګري خوشي کړي او خوراکي توکي او درمل ورته برابر شي.
دی وايي د زده کوونکوو ازموينې نژدې دي او حکومت بايد د ښوونځيو د بېرته پرانستو لپاره ګامونه پورته کړي.
د ده بالا ولسوالي د ننګرهار په سويل کې پرته ده، چې د پاکستان له قبايلي سيمې سره ګډه پوله لري.
مخکې د ننګرهار امنيه قومندان فضل احمد شېرزاد ويلي و، تېره ورځ يو شمېر وسلوالو هڅه وکړه چې يو شمېر ښوونکي ښوونځيو ته له ورتلو راوګرځوي.
د ننګرهار امنیه قومندان که څه هم وايي له سيمې ډېر جزييات نه لري، خو دا تاييدوي چې د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو له لوري د طالبانو د دوو غړو له نيولو وروسته طالبان دغې ولسوالۍ ته ورغلي او ښوونکي يې ګواښلي چې ښوونځيو ته ولاړ نه شي.
ښاغلی شېزاد وايي طالبانو ګواښ کړی که د دوی ملګري خوشي نه شي، ښوونکو ته به د درس ورکولو اجازه ور نه کړي.
دی وايي د سيمې مخور د دغې ستونزې د هواري هڅې کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ننګرهار چې د پاکستان له قبايلي سيمې سره ګډه پوله لري په يو شمېر ولسواليو کې يې وسلوال طالبان نفوذ لري او وخت ناوخت په مرکز جلال اباد او نورو سيمو بريدونه کوي.








