وزیرستان کډوالو لپاره افغانستان کې ښوونځي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې یې د شاوخوا ۵۰۰۰ کډوالو زده کونکو لپاره شپیته ښوونځي پرانیستي چې له شمالي او سویلي وزیرستانه دغو سیمو ته کډه شوي دي.
د وزارت سرچینې وايي د دغو زده کونکو لپاره ښوونکي هم د کډوالو له ډلې ګومارل شوي چې میاشتیني امتیازات یې د پوهنې وزارت له خوا ورکول کېږي.
محمود کوچی په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دغه ښوونځي د خوست او پکتیکا ولایتونو اړونده ولسوالیو کې له هغه وروسته پرانیستل شول چې دوی د دغو کډوالو ماشومانو د کورنیو سره د هغوی د اړتیاو په اړه یو لړ مرکې تر سره کړې.
د وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل وايي، چې د دغو ښوونځیو تر څنګ په پام کې لري چې د نورو ښوونځیو د پرانیستلو تکل هم وکړي.
دغو زده کونکو ته د پاکستان د ښوونیز نصاب له مخې زده کړې ورکول کېږي، کتابونه او نور د اړتیا وړ توکي یې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسیف له خوا چمتو شوي دي.
د زده کوونکو د کورنیو غړي هم د دغو ښوونځیو د پرانیستلو له امله خوښ دي. د دغو کډوالو یو تن استازی حاجي ریشه خان وايي، که دغه ښوونځي د دوی د ماشومانو لپاره نه وای پرانیستل شوي، د دوی ماشومان به له خپل طبیعي حق نه چې هغه زده کړه ده، بې برخې پاتې وای.
د دغو ښوونځیو یو تن زده کونکي اسد الله چې له شمالي وزیرستانه ارګون ته راکډه شوی بی بي سي ته یې وویل، چې د دغو ښوونځیو په پرانیستلو د دوی هیلې را ژوندۍ شوې دي. په شمالي وزیرستان کي د پاکستان د پوځ له لوري د عملیاتو تر پیلیدا وروسته په زرګونه کورنی افغانستان ته کډه شوې دي.
د دغو کورنیو له ډلې ډېری یې په خوست کي او شاوخوا (۴۰۰۰) کورنۍ یې د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کي د کډوالۍ ژوند تېروي.
له دغو کورنیو سره د افغان دولت له لوري د خوراکي توکو، خیمو ، نغدو پیسو او دکورنی د اړتیا وړ توکو مرستې شوي، چې د ښوونځیو پرانیسته یې هغه بله مرسته ده چې کډوال یې تر نورو هغو اړینه او پر ځای بولي.








