په لسگونو ميليونه ماشومان ښوونځى نه لري

زده کوونکى

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، وېره دا ده چې د هغو ماشومانو شمېر ښايي نور هم دېر شي چې ښوونځي ته نه شي تللى

ملگري ملتونه وايي په نړۍ کې ٥٨ ميلييونه کوچنيان ابتدايي ښوونځيو ته لاسرسى نه لري او نړيواله ټولنه به د زريرزې ژمنه تر سره کولو کې پاتې راشي چې د ٢٠١٥ کال پورې به هر کوچني ته د لومړنيو زدکړو شرايط برابول و.

يونيسکو په خپل کلني رپورټ کې دا خبردارى هم ورکړى دى چې مخ پر ودې هيوادونه د مسلکي ښوونکو له کمي سره مخامخ دي .

نړيواله ټولنه په خپلې دې ژمنې کې چې تر ٢٠١٥ م کاله پورې به هر ماشوم ته د لومړنيو زدکړو زمينه برابروي، پاتې راغلې.

دا ځکه چې اوس هم د نړۍ په لر او بر کې ٥٨ ميليون ماشومان ښوونځي ته نه ځي.

د يونيسکو د وروستي رپوټ پر بنسټ حالات نور هم د خرابۍ په لور سم دي، ځکه چې تمه کېږي راتلونکى کال د هغو ماشومانو شمېر ډېر شي چې ښوونځي ته د ورتگ په عمر کې دي.

ان له اقتصادي پلوه غوړېدونکي هېوادونه د بېلگې په توگه نايجيريا به دې ته اړه وي تر ٢٠٢٠ م کاله پورې د ماشومانو د زده کړو لپاره نژدې دوه ميليارد ډالر ومومي.

رپوټ همداراز خبردارى ورکوي چې ډېر شمېر هېوادونه په خپل ښوونيز سيستم کې د تشې د ډکولو لپاره وارله مخه نا مسلکي ښوونکي په دندو گوماري.

په انگولا، سويلي سودان او سنيگال کې له نيمايي کم ښوونکي سم روزل کېږي چې له دې سره د زريزې موخې نه پوره کېدونکې ژمنه برېښي.