مسکو کې پر ښوونځي برید 'شنډ' شوی

په نښه شوی ښوونځی مسکو ښار په شمالي څنډو کې موقعیت لري.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په نښه شوی ښوونځی مسکو ښار په شمالي څنډو کې موقعیت لري.

د روسې پلازمېنه مسکو کې پولیس وايي هغه زده کونکی برید ګر یې له پښو غورځولی، چې یوه منځني ښوونځي ته له وسلې سره ننوت او تر ۲۰ ډېر زده کونکي یې یرغمل کړل.

پولیس وايي برید ګر یو پولیس او د بیالوژۍ یو استاد وژلي دي او یو بل پولیس يې ټپي کړی دی.

پولیس وايي هغه زده کونکي يې خوشي کړي، چې دغه سړي یرغمل کړي وو.

دغه برید د مسکو ښار څنډو کې داسې مهال کېږي، چې په پام کې ده روسیه کې روانه اونۍ سوچي اولمپیک لوبې پیل شي.

ویل کېږي، چې برید ګر د د ۲۶۳ شمېرې ښوونځي یو زده کونکی دی، چې د مسکو ښار په شمالي څنډو کې موقعیت لري.

دولتي ټلویزیون سره مرکې کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل:

' هغه کس چې د یوه ټولګي ښوونکی او ۲۰ زده کونکي یې برمته کړي وو، د همدې ښوونځي د لوړو ټولګیو یو زده کونکی دی، هغه له پښو غورځول شوی او ټول یرغمل شوي زده کونکي خوشي شوي دي.'

د عملیاتو پر مهال یو پولیس سخت ټپي شو، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه او په ۲۶۳ شمېره ښوونځي کې یو ښوونکی هم وژل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ښوونکی او پولیس څنګه وژل شوي دي.

د ښوونځي یوه مسوول روسیې ټلویزیون ته ویلي، چې له برید وروسته ټول زده کونکی او ښوونکي له ښونځي ایستل شوي دي.

رپوټونو کې ویل شړي، برید ګر هغه مهال پر پولیسو ډزې وکړې، چې هغوی د پېښې ځای ته ورسېدل. رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې بریدګر کومه غوښتنه نه ده کړې.